طالبان: په زابل کې د داعش ډلې راپيدا کېدل حقيقت نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۹) الماس خدرخېل

تېره ورځ د زابل ولايتي چارواکو ادعا وکړه او ويې ويل، داعش ډلې په دې وروستيو کې د زابل په يو شمېر ولسواليو کې مجهز مرکزونه جوړ کړي  او نظامي فعاليت کوي.

د زابل والي وايي، طالب جنګیاليو د زابل ولايت په يو شمېر سيمو کې ځانونه داعش ډلې ته سپارلي دي.

خو بل پلو د طالبانو له خوا د ذبيح الله مجاهد په ټويټر کې خپور کړي راپور کې ويل شوي، چې په زابل ولايت کې داعش ډلې ته د منسوبو خلکو د پيدا کېدو ادعاوې حقيقت نه لري.

قاري یوسف احمدي وايي: ((موږ دا ادعا په کلکه ردوو، ملت ته اطمنان ورکوو چې په زابل کې داعش ته منسوب هيڅوک نشته او نه هم په دې اړه د دښمن پروپاګند حقیقت لري، دښمن غواړي په دا ډول آوازو خپرولو سره په سیمه کې خپله ناکامۍ توجیه کړي، له امریکایانو او مرکز څخه امتیاز تر لاسه کړي او په سیمه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو فعالیتونه هم نورو ډلوته منسوب کړي)).

هغه زياتوی، چې د دوی مسؤلين او ځواکونه چمتو دي او په سيمه کې به هيڅ داسې ډلې ته د فعاليت اجازه ورنکړي چې د ولسي خلکو ژوند وګواښي او فتنه رامنځته کړي.

بايد وويل شي، چې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت په څو ولسواليو کې د داعش ډله فعاليت کوي او په ځينو سيمو کې د ولسي خلکو په مرګ ژوبله او د خلکو د کورونو په سوزولو باندې هم تورن شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close