طالبان: په زندانونو کې له بنديانو سره د کابل ادارې ظالمانه چلند اوج ته رسېدلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۸) زرغون خوږیاڼی

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې اوسمهال د هیواد زندانونه تر ټولو بد حالت ته رسیدلي دي، د بندیانو هر ډول حقوق تر پښو لاندې شوي.

دددوی په وینا که څه هم له بنديانو سره د هيواد په ټولو زندانونو کې ناوړه چلند کول کېږي؛ خو د بګرام زندان له بنديانو سره د کابل ادارې د عسکرو ظالمانه چلند اوج ته رسېدلی او د زغم وړ نه دی.

 د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې بنديان پر تشه بهانه د نورو بنديانو په وړاندې وهل کېږي، سپکاوی ورته کېږي او د کوټه قلفۍ په شان نورې جزايانې ورکول کېږي، اعلامیه کاږي چې دغسې چلند ډېر له هغو بنديانو سره تر سره کېږي چې يا دیني عالم وي او يا هم قاري او حافظ.

په اعلامیه کې ویل شوي، (( اکثرو بنديانو ته په کال کې يوه جوړه کالي ورکول کېږي او د کور کالي هم نه ورپرېږدي ، که د سره صليب لخوا بنديانو ته ځينې د ضرورت شيان لکه صابون ، د غاښونو بورس او کريم ورکول کېږي اکثره يې عسکر غلا کوي او بنديانو ته يې ډېره کمه اندازه رسوي مثلاً پر ۳۶ بنديانو يو صابون)).

طالبانو ویلي چې د بګرام زندان د بنديانو په تعذيب او ځورولو کې د زندان عمومي قوماندان مير صاحب ګل، د هغه مرستيال جنرال صفي او د اراسيون قوماندان ښکېل دي، چې په « شُو » بلاک او نورو ۷ بلاکونو تعذیبونه ورکول کیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په زندانونو کې بنديان له سختو روغتيايي ستونزو سره مخ دي او له لومړنيو روغتيايي اسانتياوو څخه هم نه دي برخمن، دوی وايي چې د سختو مريضو بنديانو کورنيو ته  اجازه نه ورکول کېږي تر څو د خپلو ناروغانو علاج وکړي،  ناروغ بنديان د نه پاملرنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، «څو ورځې مخکې په همداسې پېښو کې د هلمند او غزني دوه تنه ناروغ بنديان چې په پلچرخي محبس کې بنديان وو، وفات شول ».

طالبانو ویلي چې په زندانونو کې د خطرناکو ناروغیو بندیان هم شته چې یواځې په بګرام زندان کې یې شمیر تر ۲۰۰ زیات دی، چې دولت یې په اړه پاملرنه نه کوي.

ورپسې طالبانو ویلي، چې په وخت د بندیانو دوسیې نه څيړل کیږي، دوی لیکلي چې د ولايتي محابسو تر څنګ د څرخي پله او بګرام په زندانونو کي ګڼ شمېر داسې بنديان موجود دي چې په قانوني توګه بايد خوشي شي؛ خو د کابل ادارې لخوا نه يوازې دا چې خوشي کېږي نه؛ بلکې د خلاصون په مخ کې يې نور خنډونه هم جوړېږي.

«د کابل ادارې د مشرانو جرګې پلاوي هغه معلومات چې څو ورځې مخکې يې له پلچرخي زندان څخه له کتنې وروسته رسنيو ته ورکړل له بنديانو سره د رژيم د ظلمونو او د هغوی پر حقوقو د تېري يوه نمونه ده ، پلاوي په خپلو معلوماتو کي ۸۰۰ تنه بنديان داسې ياد کړي چې د بند موده يې بشپړه کړې خو لا هم بنديان دي. همدا ډول ۱۴۰ تنه په صعب العلاج ناروغيو اخته بنديان چې په قانوني توګه بايد خوشي شي، د خوشې کېدو د پرېکړې باوجود اوس هم په بند کې ساتل کېږي ، دغه معلومات پداسې حال کې خپرېږي چې په بګرام زندان کې ګڼ شمېر دغه ډول بنديان له نامعلوم برخليک سره مخامخ دي او په دغه بدنام زندان کې سختې شپې ورځې تېروي، د دې ترڅنګ په بګرام زندان کې له ۲۰۰ تنو زيات ماشومان هم بنديان دي چې هغوی هم له دغه ډول غير انساني چلند سره مخ دي، د دغو ماشومانو په باب د افغانستان د بشري حقوقو کمېسيون هم راپور خپور کړی دی».

طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې وایي، چې دا ډول شکنجې او زورونې د منظمو پروګرامونو له لارې پر مخ بیول کیږي، ددوی په وینا« د هيواد له مختلفو محابسو ، استخباراتي توقيفخانو او شخصي زندانونو څخه د بنديانو د تعذيب ، شکنجو او د هغوی د قانوني حقوقو د پايمال کېدو تازه معلومات ښيي چي اشغالګر امريکايان ، کابل اداره او د رژيم خپل سري او ظالم قوماندانان دا چاره د يوه پروګرام له مخې پر مخ بيايي او د هر ډول جنګي قوانينو او بشري اصولو څخه ځان لوړ ګني او هيڅ اعتناء نه ورته کوي».

طالبانو په سره صلیب او نورو بې پري نړیوالو ادارو عږ کړی، ددغو مظلومو بندیانو په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي او ددوی د قانوني حقوقو د ساتنې په برخه کې ظالم چارواکي خپلو کړنو ته متوجه کړي.

 د اعلامیې په پای کې لیکل شویي، « د افغانستان اسلامي امارت يو ځل بيا پر هغو نړيوالو ادارو او سازمانونو چې ځان بې پرې ، ازاد او د بشري حقوقو مدافعين بولي ؛ ږغ کوي چې د اشغالګرو امريکايانو او مزدور رژيم  لخوا له مظلومو بنديانو سره د ظالمانه چلند د مخنيوي په برخه کې خپل مسئوليت اداء کړي او دوی پوه کړي چې له بنديانو څخه د سياسي استفادې پر ځای د هغوی حقوقو ته پوره درناوی وکړي او د نړيوالو بشري قوانينو پر اساس له هغوی سره چلند ولري ».

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close