طالبان: په زندان کې نظامي بنديان نه و، د اړوندې ولسوالۍ جنايي بنديان و

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۶) الماس خدرخیل

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر ليکلي، چې د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ زندان کې ټول جنايي بنديان و او کوم نظامي عسکر يا پوليس په دغه زندان کې نه ساتل کېدل.

نوموړی وايي : (موږ دا ادعا په کلکه ردوو، په سیمه کې د ولسوالۍ مربوط زندان وو چې جنايي بندیان، د دعوو والاخلک، د شخصي جرمونو مرتکیبین او نور متهمین په کې ساتل کیدل، دښمن په هغه زندان چاپه وهلي او یو شمیر عام بندیان يې له ځانه سره وړي دي)).

قاري یوسف احمدي ليکلي، چې په دغو بنديانو کې عسکر يا پوليس وجود نه درلود او نه هم د دښمن اړوند اسيران موږ دا ډول عادي زندانونو کې ساتو.

ښاغلی مجاهد زياتوي، چې دولتي نيول شوي عسکر يا پوليس په تجمعي شکل په زندانونو کې نه ساتي او په کوم ځای کې چې د هغو ساتنه کوي د دوی تر کلکې څارنې لاندې وي.

بايد وويل شي، چې د هلمند ولايت وياند عمر ځواک ازادۍ راډيو ته ويلي ، چې تېره شپه د دوی ځواکونو په ياده سيمه کې عمليات ترسره کړي او په پايله کې يې د ملي اردو ۲۸ تنه سرتيري او څلور ملکيان د طالبانو له زندان نه خوشې کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close