طالبان: په لوګر کې دوه امریکایي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۱)

د طالبانو له خوا په یوه خپره شړې خبرپاڼه کې ویل شوي، نن سهار د لوګر مرکز اړوند، ګازو شرکت ته څېرمه د کابل -ګردیز پر عمومي سړک د صفر یک قطعې پر ځواکونو چې امریکایانو یې هم ملتیا کوله، بریدونه تر سره شوي.
طالبان وایي، د بریدونو په لړ کې یې دوه امریکایی عسکر ځای پرځای وژلي او ۳ نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ادعا شوې چې په بریدونو کې ګډوځواکونو ته پراخ مالي زیانونه هم اوښتي.
تر اوسه افغان چارواکو او امریکایی سفارت په دې تړاو کومه غبرګون نه دی ښودلی .
د مشرانو جرګې لومړی نایب محمد علم ایزیدیار وایي، د صفر یک، صفر دو په نامه قطعو او د کمپاین په نامه ملیشه ځواکونو قومانده د امریکایی ځواکونو په لاس کې ده او یواځې هغه اهداف په نښه کوي چې امریکایانو پلان کړي وي.
نوموړی وایی، که یاد ځواکونه بشرضده جنایات هم وکړي د محاکمه کولو واک یې د دفاع او کورنیو چارو وزارت نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close