طالبان په ننګرهار کې له دولته غښتلي دي!

له يوه کال څخه  په زياته موده کې ، چې د ملي يوالي حکومت جوړی شوی ، نه يوازې دا چې ولس سره يې په انتخاباتي کمپاين کې دامن او سولې ژمنې پوره نه کړې؛ په اداري فساد کنترول ، دولتي ځمکې له عاصبينو څخه د خلاصون او اقتصادي پياوړتيا په برکه کې يې تراوسه  ولس ته هېڅ وړاندې نه کړل. ولس د تېر په څېر په فقر کې ژند کوي ، د اقتصادي ستونزو له امله ځوان نسل بهرينو هېوادونو ته مخه کړې او نا امني دومره لوې کچې ته رسيدلې ، چې د هلمند او ننګرهار په څېر د زيات شمېر ولاياتو اوسيدونکي کډه کولو ته اړ شوي دي.

تېره مياشت چې ولسمشر دهېواد ختيځ  ننګرهار ولايت ته سفر کړی و ، له دولايتي چارواکو پرته يې دعلماوو او قومي مشرانو سره هم ليدنې وکړې. د دې سفر او لیدنو پرمهال د ننګرهار د ولس قومي مشرانو له ولسمشره په هېواد او ځانګړې توګه ننګرهار کې د مخ په زياتېدونکو نا امنيو د مخنيوي او د يو شمېر زورواکو لخوا د دولتي ځمکو دعصب په اړه دلازمو اقداماتو غوښتنه وکړه .

اشرف غني د ننګرهار له ولس سره په زغرده په ننګرهار کې د ژر ترژره د امن راوستلو او له زور واکانو څخه د ځمکو د عصب په اړه وعده وکړه ، چې په د واړو برخو کې به جدي ګامونه پورته کوي په هغه مهال چې د ننګرهار قومي مشرانو سره يې ليدنه کوله امنيتي ارګانونوته يې لارښونه وکړه ، چې په بشپړه توګه به ننګرهار کې امن قايم کړي دا دی مياشت پوره کېږي ، چې ولسمشر د ننګرهار ولس سره وعده کړې ده ؛ خو تر اوسه پورې يې يوه هم  نه ده پوره کړې!

د دولت ځمکي د عاصبينو په واک کې دي او نا امني د تېرو وخت په پرتله نوره هم زياته شوې ده ، چې د ننګرهار ولايت څخه يوازې د اچين په ولسوالۍ کې يې د نوي راپيداشوې داعش ډلې پرخلاف ناکام عمليات وکړل ، چې ترعملياتو وروسته د اچين په ولسوالۍ کې هغه پخوانی حالت او ولس دعذاب ژوند تېروي. د ننګرهار په ولايت کې د دولت د ناکامۍ يوه بله موضوع چې رسنيو پرې تبصره وکړه هغه د داعش ډلې راډيو ده ، چې ويل کېده دښار ترڅنګ نشرات کوي؛ خو د مخابراتو وزارت وويل ، چې مونږ د دې راډيو نشرات بند کړي دي. تېره شپه يې له بهرنيو رسنيو بيا و واريدل ، چې د داعش ډلې راډيو فعاله، او دولت يې په بندولو کې ناکام شوی دی ، چې د ننګرهار چارواکو هم د خپلې ناکامۍ اعتراف کړی دی.

د ننګرهار ولس قومي مشرانو ويلي، چې امنيتي ارګانونه د پنځو مياشتو په دوران کې د داعش ډلې په له منځه وړلو کې ناکام شول ؛ خو چې طالبانو د چپرهار او هسکې مينې په ولسوالیو کې وروسره جګړه وکړه، دواړه ولسوالۍ يې له داعشه پاکې کړي دي، د دې نه دا څرګنده شوه ، چې په ننګرهار کې له دولته طالبان غښتلي دي.

 که پر راډيو يې د بندولو وس نه رسيږي ؛ د ننګرهار چارواکي دې له طالب وسله والو وغواړي ، د چپرهار او هسکې مينې په څېر به عمليات وکړي او د دوی دا راډيو به هم  وربنده کړي ؛ خو د ننګرهاره چارواکي به د طالبانو پر واړندې د ناکامۍ اعتراف کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close