طالبان: په پټو خبرو باور نه لرو، بهرنیان دې واقعي خبرو ته چمتو شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۲)

د طالبانو ویاند د ناټو د ملکي استازي کورتلیوس زیمرمن هغه خبرې، چې ګواکې له طالبانو سره د پر دې ترشا پټې او غیر رسمي خبرې روانې دي رد کړې.د ناټو ملکي استازي کورنلیوس زیمرمن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې پر مهال له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ونه ویل چې دا غیر رسمي خبرې په کومه کچه روانې دي، خو د هغو هرکلی یې وکړ.

د طالبان ویاند مجاهد ویلي: “د ناټو او امریکا مشران د دې لپاره داسې بې اساسه ادعاوې کوي چې په افغانستان کې له خپلې ناکامۍ او اصلي وضعیت څخه عامه ذهنیت په بل لوري مصروف کړي“ هغه زیاته کړې، په پټو او مرموزو خبرو باور نه لري، “البته که کومو مجاهدنما او مادیات پرستو څیرو د کابل وارخطا او ناخبره اداره تیر ایستلې وي او ځانونه یې ورته مجاهدین معرفی کړي وي، دابیا بېله خبره ده چې دا ډول کسان په اسلامی امارت او مجاهدینو پوري هیڅ تړاو نه لري“

مجاهد ویلي ؛ چې د دوی ټول ټینګار د امریکا د نظامي شتون په ختمیدلو او ریښتینې سولې ته د امریکایانو په چمتو کیدو باندې دی.
ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی چې د امریکایي چارواکو دا ډول بې اساسه څرګندونې “ د قضیې حل لا سختوي او له اصلي قضایاوو څخه د اشغالګر دښمن د تيښتې په معنی یې تعبیروي“

د ناټو ملکي استازی داسې مهال له دې خبرو پرده پورته کوي چې څو ورځې وړاندې امریکایي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ورته ادعا کړې وه، چې د طالبانو له خوا رد او پروپاګند بلل شوی و.

طالبانو د ممکنه سولې لپاره تل د بهرنیانو د اشغال موضوع د سرې کرښې په توګه مطرح کړې ، هغه شرط چې د ګډ حکومت مشران او امریکایي چارواکو ورته هیڅ کومه توجه نه ده کړې او د امریکایانو په شتون کې یې پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی.

خو طالبانو تل ویلي چې “ د افغانستان د قضې اساسي حل د اشغالګرو قوتونو له افغانستان څخه په وتلو او د ځمکني حقائقو په منلو کې نغښتی دی“

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close