طالبان: په ښارونو کې په خورا دقت سره عملیات کوو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۸)

 

طالبانو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور ته غبرګون ښوودلی، چې د طالب ویاند له آدرسه یې ویلي و چې ګواکې دا ډله نور نه غواړي په ښارونو کې عملیات وکړي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ورڅخه پوښتلي و، چې د اختر وروسته یې ولې په کابل یا نورو ښارونو کې لوی عملیات نه دي کړي.

“ځواب ورکړل شو چې په ښارونو کې عملیات زمانگیره وي، مجاهدین خورا احتیاط کوي او هڅه کوي چې اهداف په ډير دقت سره په نښه شي، ترڅو له عملیاتو سره ملکي خلکوته زیان ونه رسیږي، نو ځکه په ښارونو کې د عملیاتو اجرا څه وخت ته ضرورت لري او په تلوارسره نشي ترسره کیدلی، چې ان شاءالله د اهدافو په تشخیص کیدو سره به داسې عملیات ترسره شي.“

نیویارک ټایمز پخپل یوه راپور کې ویلي؛ طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ورته ویلي؛ چې د طالبانو رهبرۍ په ښارونو کې ورته د چاودنو نه کولو امر کړی دی او دوی د خپلو مشرانو اوامرو ته درناوی لري او له دې وروسته په ښارونو کې لوی بریدونه نه کوي.
مجاهد ویلي؛ ښایي د نیویارک ټايمز خبریالانو د نوموړي له خبرو څخه یا ناسم تعبیر اخیستی او یا يې هم ښايي قصدا د خبرو د تحریف هڅه کړي وي.
طالبانو یوځل بیا پر رسنیو ژغ کړی چې د نقل قول په وخت کې دې خورا ډير دقت وکړي او له اتهام تړلو دې ډډه وکړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close