طالبان: په کابل کې پر بهرنیانو برید له هغوی څخه د ملکي تلفاتو غچ اخیستل وو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۷)

طالبان وایي چې نن ماښام یې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د (ګورګا) په نامه دبهرنیو ځواکونو یو مهم نظامي مرکز چې د خورا مهمو فعالیتونو لپاره کاریده؛ په نښه کړی.
طالبانو ویلي چې پر دغه بهرني کیمپ یې لومړی د یو لوی موټر په وسیله  برید ترسره کړ، چې ټول موانع يې له مخې لرې او د مرکز دیوالونه يې هم تر ډيره ونړول.
وروسته ګڼ شمیر نور سر تیري بریدګر یاد مرکز ته ننوتل او پر مرکز کې پر شته امنیتي کسانو یې بریدونه پیل کړل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه مرکز کې سلګونه بهرني عسکر اوسیدل چې لوړ پوړو داخلي افسرانو او کماندویانوته به يې روزنه او د عملیاتو پلانونه ورکول او په وینا یې چې

“دا د بهرنیو ځواکونو هغه ډله وه چې په هلمند، کندهار او کابل کې يې د ملکي افغانانو په وړاندې ځانګړي عملیات ترسره کول.“

طالبانو ویلي د برید هدف د ګډوځواکونو له خوا د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې غچ اخیستل وو

“ دغه فدايي بریدونه د بهرنيو اشغالګرو او داخلي غلامانو د هغو ظالمانه چاپو په غبرګون کې ترسره شول چې د هیواد په مختلفو سیمو خصوصا هلمند او کندهار ولایتونو کې يې زموږ ګڼ شمیر بې ګناه افغانان ښځې او ماشومان په شهادت رسولي دي“

باید وویل شي.چې ګډوځواکونو تیره شپه د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو عملیات کړي او نږدې دیرش(۳۰) تنه ولسي کسان یې شهیدان کړي دي

طالبان وایي؛ تر اوسه یې یو تن بریدکونکی چې د موټربم په توسط یې برید تر سره کړی ؤ؛ وژل شوی او نورو ملګرو یې مقاومت روان ساتلی دی.
طالبانو ګواښ کړی چې د نورو ورته بریدونو پلان هم لري او د ولسي افغانانو غچ به له بهرنیانو او د هغوی له داخلي ملګرو اخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close