طالبان څه ډول سوله غواړي؟/ بدرالدین ابدال

د سولې ډېره غوښتنه له طالبانو کېږي، خو ډېری شنونکي، چارواکي او د سولې «غوړې» شورا چارواکي هېڅکله د امریکا نوم نه اخلي. دوی هېڅکله ونه ویل، چې دغه جگړه امریکا پیل کړې او امریکا یې باید د پای ته رسولو لپاره هم معقوله لاره غوره کړي. امریکا دلته یو مشروع نظام نسکور کړی، د امریکايي اشغال له امله زرگونه افغانان وژل شوي، ټپیان شوي او گڼ کلي له خاورو سره خاورې شوي. د هېواد اقتصاد مو کار ولوېدلی، موږ پوره اوولس کاله په جگړه کې ژوند کړی او زموږ کانونه د امریکایانو په لاسونو لوټ شوي دي او خلک مو بې عزته شوي. امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سپتمبر ډرامه خپله طرحه کړې وه او یوازېنۍ موخه یې د افغانستان اشغال و. دا چې امریکا افغانستان ته په کوم سوچ راغلې وه او اوس په کوم فکر به بېرته ځي، پر دې موضوع به یوازې امریکایان پوهېږي. ځکه امریکا خپل رازونه پېړۍ وروسته افشاء کوي او هغه وخت به موږ ټول نه یو. دوی د یو اسامه پر سر میلیونونو خلکو ته زیان اړولی او دغه حساب ـ کتاب باید له امریکایانو سره وشي. دوی چې چا پسې راغلي وو، هغه د دوی د متحد«پاکستان» کې و.

د امریکايي اشغال تر ټولو ډېر زیان افغانانو ولید او اوس هم تر ټولو ډېر زیان یې افغانانو ته رسېږي. په جگړه کې وژل کېدونکي ټول افغانان دي او د امریکا له امله دلته د تابوتو فابریکې فعاله شوي دي. امریکا یوازې اقتصادي زیان وکړ؛ خو هېواد، حکومت، نظم، دسپلین، خپلواکي او هر څه موږ افغانانو له لاسه ورکړل. رشوت، غصب، بمباري، ویجاړي، اداري فساد، اخلاقي فساد، نااهله چارواکي، د ملي یووالي بې‌جوړې حکومت، ژبنی، قومي، سمتي، جگړه ماران او نورې ناخوالې د امریکا ډالۍ دي، چې افغان ولس ته یې په میراث پرېښودې. د دغو کارونو د بنسټیز حل به لسیزې وخت واخلي او د یو قوي مرکزي نظام د راوستلو لپاره به بیا زرگونه ککرۍ خاورې کېږي. ځکه امریکا موږ ټول بدل کړي یو.

د امریکا په اشغال کې څو پاخه سړکونه، څو بې کیفیته ودانۍ او ډېری پیچکاري شوي لوستي ځوانان زموږ د هېواد په درد نه خوري. موږ اوس هم د عادي ناروغیو د درملنې لپاره هندوستان، پاکستان، ایران، ترکیې، تاجکستان، چین، جرمني او نورو هېوادونو ته ځو. برېښنا مو وارداتي ده، اقتصاد مو په صفر کې ضرب دی او د بې کارۍ خو پوښتنه مه کوه.

ډېری لوستي ځوانان مو نشه‌يي توکي کاروي، زرگونه افغانان د اروپا په نیت د سمندرونو خوراک شول، زرگونه په اروپا کې د کډوالۍ ژوند تېروي، د سړکونو غاړې مو د گلانو پر ځای پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو نه ډکې دي، هېڅ کار بې واسطې او بې رشوته نه کېږي، د هر دولتي بست قیمت معلوم دی، ۱۷ کاله مخکې عادي خلک اوس په میلیاردونو ډالر پانگه لري، نالوستي مو د ولسمشر مرستیالان دي، جنگي مجرمین په ارگ کې ناست دي، حکومت په قوم، سمت، ژبه او ډلو وېشل شوی او دغه ډول کارونه یوازې د امریکا په اشاره او په خوښه کېږي.

له طالبانو باید د سولې غوښتنه وشي؛ ځکه طالبان د امریکايي اشغال پر وړاندې اوولس کاله مبارزه کړې او دوی داسې مبارزه کړې، چې تاریخ به یې په زرینو کرښو ولیکي. طالبانو د امریکايي اشغال د پای ته رسولو لپاره هره وسیله وکاروله او زرگونه ځوانانو خپلې هسکې ځوانۍ د اسلام او هېواد لپاره قربان کړې. دغه قرباني یې موږ نه هېروو او طالبان زموږ هسکې شملې دي او دغه هسکې شملې دې الله جل جلاله یوه ذره هم نه ټیټوي. که دغه هسک سرونه ټیټ شول، زموږ برخلیک هم ورسره خرابېږي او موږ د لوی ناورین سره مخ کېږو.

طالبانو په لسگونه ځلې ویلي، چې د سولې خبرې باید له امریکا سره وشي او دغه غوښتنه یې معقوله او د اوس وخت له شرایطو سره برابره ده. ځکه جگړه امریکا پیل کړې، امریکا یې  مالي او نظامي ملاتړ کوي، امریکايي مشاورین مشورې ورکوي، بمباري کوي او دلته پروژې عملي کوي. که طالبان له امریکا پرته له هر چا سره د سولې خبرې وکړي، پایله یې بیا هم صفر کېږي. تر هغه وخته چې امریکا د سولې مېز ته راکش نه کړل شي، د سولې خبرې لکه د تېرو کلونو یوازې د وخت ضایع وه/ده او د هېڅ پایلې تمه ترې نه کېږي.

د اختر په اړه د طالبانو د مشر شیخ هبة الله پیغام مې ولوست. په دغه اختریز پیغام کې د گڼو مسئایلو ترڅنگ د سولې په اړه هم خبرې شوي او ټولې خبرې یې زموږ ننني واقیعتونه دي، چې باید پام ورته وشي او عمل پرې وشي. طالبان معامله نه کوي،  اسلامي نظام غواړي، عدالت او برابري غواړي، د فساد جرړې ویستل غواړي، د ټولو قومونو د اهل خلکو په کار گمارل غواړي، د واک د جزیرو ختمول غواړي، د افغانستان خپلواکي غواړي او د قران نافذول غواړي او د طالبانو د دغو غوښتنو سره هېڅکله مسلمان مخالفت نه کوي، نو که امریکا د سولې خبرې کوي او باید د طالبانو دغه غوښتنې ومني.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close