طالبان څوک دي؟ او څه غواړي!؟؟

ص ـ رائد

د افغان په خاوره د وحشت او بربریت سـور اور لمبې وهلې. ظلم او ستم نور اوج ته رسیدلی و.

هر ځای پاټکونه لګېدلي و، د یو بازار بر سر کې به د حزبیانو پاټک و، کوز سر کې به د حرکتیانو و، هر چا خپلې موخې درلودې، سرکونو ته د وطن له غمه نه و راوتلي.

په یوې لاره کې به یو مظلوم بې چاره د وحشي پاټکیانو لخوا لس ځایه لوټېده.

افغانستان د غلا،زنا او لواطت، یو بازار ګرځېدلی و، د ظلم او وحشت نوره انتها وه، چې په لوی قندهار کې د ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې یوه برحقه ډله را پورته شوه او د وخت وحشي ظالمانو په خلاف یې جهاد اعلان کړ.

ملا محمد عمر مجاهد چې یو ذاهد او متوکل انسان و ډېر په لنډ وخت کې یې د ظالم کاسه نسکوره او د وحشت ترپال یې ورټول کړ، چې بلآخره یې ټول افغانستان ونیو، امارت اسلامي یې قائم کړ او شاوخوا پنځه ۵کاله یې امارت وکړ.

د ده په امارت کې ظالم نسکور و، مظلومانو ته یوه آزادي راغله ،یوه رڼایي راغله. نه به ظلم او نه ویر و،نه ستم و، نه به غلا وه،نه به زنا، نه لواطت و. یو ښـکلی نظام و، یوه ښکلې پاچاهي وه، ځکه چې ارامه ارامي وه.

۱۵کاله وړاندې د امریکا په مشرۍ نړیوال طاغوت په ګران افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو جوړ نظام( اسلامي امارت) یې ړنګ کړ.

طالبانو د خپل مشر په لارښوونې له ښارونو ووتل او غرونو ته یې مخه کړه او تر یوې مودې یې په مختلفو سیمو کې پټ ژوند کاوه.

کانګرېس کرزی راوست او پر یو بلواکه چوکۍ یې کېناوه. امریکا د کرزي په توسط افغانانو ته ډيموکراسي او ازادي اعلان کړه.

داسې ازادي، چې ټولټال ډيمکراسي پکې رانغښتې وه، داسې ازادي چې د حرامو او حلالو پکې تعین نه لیدل کېده.

په لنډ وخت کې یوه ازادي خپره شوه، یو بازار جوړ شو، چابه شراب پلورل، چابه وجود او چا به ټول ځان لیلام کړی و، بس یو کرغېړن بازار لګېدلی و.

انجونې او هلکان به په یو څو ډالرو پورته کېدل او تر امریکایي وحشي بېسونو به بیول کېدل. وحشي غربي یرغلګرو به که یوه شپه پر بې چاره غریب مؤمن ولس باندې له وحشت ډکې چاپې وهلې، په بله شپه به یي بیا له دغو انجونو او هلکانو سره دیو څو ډالرو په بدله لواطت کاوه.

له هر پلوه د افغان پر ننګ او عزت باندې لوبې کېدلې. داچې په ګران هېواد د امریکا په مشرۍ د نړيوال کفري طاغوت ديرغل ناولې پنجې تازه خښې شوې وې.

په افغان ولس یې د وحشت او بربریت لړۍ تيتې کړې وې، د امریکا د ډيمکراسۍ طوفان دافغان ولس په حرمت او اقتدارو بلوا ګډه کړې وه، دافغان ولس څخه یې د خپل فریاد او مظلومیت د پورته کولو حق غصب کړی و.

میډیا او رسنۍ که خارجي وې او که داخلي له یوې مخې امریکایي ډالرو ګرو کړې وې.

قلموال، سیاستوال او دبشري حقوقو مدعیانو ته دامریکایي ګټو او منافعو ساتل او خوندیتوب تربل هرڅه حیاتي ارزښت درلود!!. نو په په دغسې کلابندو او محصورو حالاتو کې با احساسه افغانانو یو ځل بیا خپلو زغرو او ټوپکو ته لاس کړ او د روانې فتنې او اشغال په خلاف یې خپل مقدس جهاد یو ځل بیا شروع او پیل کړ.

ځکه دافغانانو ويښ ضمیر دانه شوای زغملی چې غربیان دې د دوي په خپله سپېڅلې خاوره مسلط و او نه یې په خپله خاوره کې کرغېړنه ډيموکراسي منلی شوی؛ ځکه دوی ويښ ضمیر، ويښ احساس درلود! دوی ازادي غوښتله! ددوی ضمیرونو ازادي غوښتله!. هـو! همدا ازادي غوښتونکي؛ همدا احساس لرونکي؛ همدا ویښ ضمیر لرونکي افغانان طالبان یادېږي! ځکه چې هر بااحساسه افغان طالب یادېږي. طالب احساس لري، طالب وجدان لري، طالب ایمان لري، طالب افغان دی، طالب د همدې افغانستان دی؛ ځکه خو په نړۍ کې یو افغاني ځواک یادېږي.

نن که سوریه ده، که برما ،که فلسطین دی؛ طالب ته هرکلی وایې! طالب ته یې هیـله ده! طالب له خدایه غواړي!؛ ځکه چې طالبان یواځې د الله د دین حفاظت او بقا لپاره جګړه کوي، دوی د انګریزانو په خلاف دازادۍ او اسلامي حاکیمیت لپاره مبارزه کوي او د خپل هېواد او ملي نوامیسو د ساتنې د عالي هدف لپاره جنګېږي.

دوی لمړی په خپل هېواد او بیا په ټوله نړۍ کې ازادي غواړي. داسې ازادي چې د شریعت په رڼاګانو کې رانغښتې وي، داسې ازادي چې هر مؤمن ورته اړتیا ولري.

دوی اسلامي نظام غواړي. قرآن غواړي. قرار غواړي او همدا یې ســتر ارمــان دی.

د یو حاکم اسلامي نظام په هیله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close