طالبان: ”ډاډه يو چې د ګڼو عسکرو ژوند به وژغورل شي“

دولتي چارواکي وایي، دوی د غزني وضعیت له هوا څخه څاري او په خبره یې چې تر اوسه کوم جدي مشکل منځ ته نه دی راغلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۰)

طالبانو په غزني ښار کې د نن ورځې د جګړو تفصیلي راپور خپور کړی او هیله یې څرګنده کړې چې ښار به ژر تر ژره په ټولییزه توګه تر واک لاندې راولي.

طالبان وایي چې نن یې هم خورا ډیرې ستراتیژیکې سیمې نیولې او بیساری پرمختګ یې کړی، دغه راز یې ټولې نیول شوې سیمې په پوره متانت سره ساتلې.

طالبانو ویلي، ”د نن عملیاتو په لړ کې جالبه دا وه چې څو ځایه د غزني د مرکز په مربوطاتو کې ګڼو عسکرو  د ارشاد او دعوت کمیسیون د عفوې له اعلان څخه په استفاده وشو کړای خپل ژوند وژغوري، مجاهدینو ته راشي او وسله پرځمکه کیږدي.“

دوی وایي  چې د یوځای شویو عسکرو تود هرکلی یې کړی او هغوی ته یې د ډاډمن امنیت او هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

طالب ویاند ویلي، ”مسئولین ډاډه دي چې ان شاءالله د ګڼو عسکرو ژوند به وژغورل شي، هغه څه چې هر مجاهد يې آرمان لري، ځکه بې ځایه مقاومت او له امریکايي ستراتيژۍ او پلانونو څخه دفاع په هيڅ وجه د افغان عسکرو په ګټه نه ده، باید هغوی د پيسو لپاره خپل خوږ ژوند او آخرت له حتمي تباهي سره مخ نه کړي.“

طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې؛ نن مازدیګر یې د غزني ښار د پنځمې حوزې سره په لنډه فاصله کې د افغان ځواکونو یو مرکز پاتې وو چې د برید تابیا یې ورته نیولې وه، خو په وینا یې چې، ”خوشبختانه چې هلته میشتو عسکرو د بې ځایه مقاومت پرځای له تعقل څخه کار واخیست، ټولو وسلې پرځمکه کيښودې، خپل ژوند ته يې نجات ورکړ او له خپلو کورنیو سره يې بې ساری احسان وکړ ، هغو ټولو له ځانه سره له وسلو او مهماتو بار ۳ هاموې ټانکونه، ۴ رینجر موټر او خپل مرکز مجاهدینو ته وسپارل.مجاهدینو د دغو عسکرو له نیک اقدام څخه قدردانۍ وکړه، هغوی يې وستایل، ژمنه يې ورسره وکړه چې ټول به په امن او اطمئنان سره خپلو کورنیو ته رسوی.“

دغه راز د نوآباد ستراتیژیکه سیمه او هوایي ډګر اړوند سیمې هم طالبانو نیولې او سیمې ته د کومکي ځواکونو د ورتګ مخه لا هم ډب شوې.

دولتي چارواکي وایي، دوی د غزني وضعیت له هوا څخه څاري او په خبره یې چې تر اوسه کوم جدي مشکل منځ ته نه دی راغلی.

طالبانو د ۵۵ عرادو پوځي موټرو او سلګونه میله درنو او سپکو وسلو د نیولو ادعا هم کړې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې سیمیزو قوماندانانو یې اوس مهال د غزني مرکز اړوند په ګڼو سیمو کې له امنیتي منسوبینو سره تماسونه ټینګ کړي چې بې ځایه خپل ژوند په خطر کې وانچوي، حقائق درک کړی او بې له کوم مزاحمت څخه له طالبانو سره یوځای شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close