طالبان:  ژمنه مو ده چې دخپلو خلکو غچ به له ظالمانو اخلو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۰)

طالبانو د وروستیو نفوذي او مخامخ بریدونو په تړاو چې یو شمیر لوړ پوړي کسان  په کې ووژل شول  ویلي،په تېرو دوو اونیو کې خورا لوړپوړي چارواکي یو په بل پسې له منځه یووړل او مظلوم ولس یې له ظلم او وحشت څخه خلاص کړ“
طالبانو د فراه ولایت په ویشتل شوې چورلکه کې د ظفر قول اردو د مرستیال جنرال نعمت،د فراه د ولایتي شوریٰٰ رئیس فرید بختور او د جبار قهرمان او جنرال رازق وژل کیدو ته په اشارې سره ویلي

“ دظلم خونه ورانه ده، جنرال رازق او جبار قهرمان هغه ظالمان وو، چې په زرګونو ملکي هیوادوال یې شهیدان اوټپیان کړي وو. دوي ظلم وکړ خو دمظلومانو ازار داسي ووهل، چې دخپلو ټوپکیانو او پلویانو په منځ کې په خپلو وینو کې لت پت شول“

طالبانو ټینګار کړی چې د خپلو خلکو، ارزښتونو او منافعو ساتنې ته ژمن دي او په وینا یې چې

“دښمن ته به دترسره کړو جنایتونو سزا ورکوي اوهیڅکله به یې دکرغیړنو اهدافو پلي کیدو ته پرې نه ږدي.“

طالبانو ویلي، د هیواد تر خپلواکۍ او داسلامي نظام تر نفاذ پوري به خپلې “برحقې“ مبارزې ته دوام ورکوي او په دې لار کې به دهیڅ ډول جدو جهد او قربانۍ څخه دریغ ونه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close