طالبان: که داځل هر ترانسپورتي شرکت له پريکړو او اصولو تخلف وکړ، فعالیت یې بندیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۱)

طالبانو یوځل بیا ترانسپورټي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې باید په پخوانیو اصولو او مقرراتو چې د طالبانو له خوا ورته وضعه شوې، عمل وکړي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو کميسيون یې د عامو وګړو خصوصاً د مسافرو د ژوند لپاره هره چاره ترتيبوي چې د سفر په مهال ښه او مصئون سفري خدمات ورته مهيا شي .
اعلامیه زیاتوي

“ متأسفانه بعضو ترانسپورتي شرکتونو له پريکړو څخه تخلف کړی دی چې د ډيرو زړه بګنونکو ترافيکي پيښو لامل ګرځېدلی دی او د ډيرو هيوادوالو ژوند يې اخیستی او يا يې معيوبه کړي دي“

باید وویل شي چې وروستۍ پیښه د ابدالي شرکت د یوه ۴۰۴ بس موټر د ټکر وه چې ۲۰ تنه په کې ووژل شول.

طالبانو ویلي، که داځل هر شرکت له اصولو سرغړونه وکړه ، د فعالیت جواز یې لغوه کوي

“د دغې اعلاميې په توسط یادو تخلف کونکو شرکتونو ته خبرورکول کیږي چې که د مخکنيو پريکړو او اصولو څخه د بيا لپاره تخلف وشي او د کوم کس ژوند ته ګواښ پيښ شي، شرکت به يې له فعاليت څخه بندیږي“

طالبانو ترانسپورتي شرکتونو ته د اصولو او مقرراتو متن یوځل بیا خپور کړی، چې کټ مټ یې نشروو

 

ترانسپورتي شرکتونو ته د ورکړل شویو اصولو د پریکړې متن :

(۱)ماده: ټول هغه ترافيکيٍ قوانين چې د سفر پروقت ضروروي بايد ډريورهغه عملي کړي.

(۲)ماده: د موټر مالک او د نمائنده ګۍ مسئول بايد ډريور داسي څوک مقررکړي چې د ډريورۍ په ټولو اصولو او مقرراتو باندي خبر، تجربه کار او قانوني اسناد ولري او د مسافرو د مرګ او ژوبلې له مسئوليت څخه خبر وي.

(۳)ماده: ډريور بايد داسي څوک وي چې له نشيې توکو، چرس، ترياکو او نورو نامشروع شيانو څخه ډډه وکړي.

(۴)ماده: ډريور بايد د هرمسافر غږ واوري او د ضرورت په وخت کې ورسره پوره همکاري وکړي.

(۵)ماده: لکه څرنګه چې ګران هيوادوال په باربار شکايت کوي چې ډريوران په خپل منځ کې د ګړندي تګ سيالۍ ترسره کوي چې د غه عمل د مسافرو د مرګ ژوبلي معيوبيت سبب کرځي؛ نو بناء ډريوران بايد د دا ډول سياليو څخه په کلکه ډ ډه وکړي او د مسافرو له ژوند سره لوبې ونه کړي او له پوره احتياط څخه کار واخلي.

(۶)ماده: داچې ژوند هره شيبه له مرګ سره تړلی دی؛ نو ډريور باید د مانځه د وخت د رارسېدو سره سم خپل موټر په مناسبو ځایونو کې ودروي او مسافرو ته د مانځه د آداء کولو فرصت ورکړي.

(۷) ماده: شرکت او نمایندګي بايد د ټآکل شوې کرايې څخه سرغړونه ونه کړي او له انصاف څخه پوره کار واخلي.

(۸) ماده: له ټاکلي وخت څخه مخکې رسېدل د ګړندي او بې پروا تګ دليل دی. بايد د ګړندې تګ څخه ممانعت وشي.

(۹) ماده: د پورتنيو موادو د څارنې لپاره په عامه لويو لارو کې مجاهدين ګمارل شوي دي که ډريورانو ته د توقف امر وشي باید توقف وکړي او د اجازې څخه وروسته تګ وکړي.

(۱۰) ماده: موږ ته شکايتو نه رارسېدلي دي چې د سفر په وخت کې موټروانان او کلينران فحش او بد الفاظ استعمالوي خصوصاً چې په موټر کې ښڅينه سفر کوي د موټر د نمايندګي مسؤل ، د موټر مالک او ډريوران دې دغې موضوع ته پوره توجه وکړي که د چا څخه داسې شکایت ثبت شو نو د شريعت په چوکاټ کې به سزا ورکول کیږی.

(۱۱) ماده: له پورتنيو مواد و څخه د سرغړونې په صورت کې متخلف ته د شريعت په چوکات کې سزا ورکول کیږي. که ډريور متخلف وي د ډريوري څخه محروم کېدلی شي. او که نمايندګي د دغه اصولو څخه سرغړونه کړې وي د مسافربری د شرکت د جواز څخه محروم کيږي.

که د ترانسپورتی شرکتونو ، نمايندګيو او ډريورانو څخه هيواد وال شکايت ولري نو په لاندې شمارو دې خپل شکایت ثبت کړي.

تليفونې اړيکو شماره : 0794717946

ايمل ادرس : molkietalafat.m@yahoo.com

د مخابري نوم ) حیات ( نمبر )۵۷۷۷

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close