طالبان: که هر چا د قومي تربګنیو د پارولو په موخه د ملیشو جوړولو هڅه وکړه،جزا به ورکړي

دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې تازه ځینو سرچینو خبر ورکړی چې د هزارګانو ځینې مشران غواړي په افغانستان کې د ایران د فاطمیون لښکر ته زمینه سازي وکړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۴)

طالبانو پر ټولو دولتی او غیر دولتي بنسټونو اشخاصو او افرادو ژغ کړی چې د سیمیزو ملیشو د جوړولو او روانې جګړې ته د قومیت نوم ورکولو څخه دې جدي ډډه وکړي.

طالبانو ویلي، حکومت د پخواني کمونستي رژیم پر قدم پل ګدي او په خبره یې چې اشرف غني په همدې پلمه هغوی ته قومي ملیشې او کنډکونه منظوروي چې وروستی اقدام یې د بامیانو ولایت ته د پنځه سوه سیمېزو ملیشو منظوري وه.

طالبان وایي دا ډول اقدام د ملت په درد نه خوري او داچې “ په صراحت سره اعلانوي چې د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان په شمول د هیواد په بېلابېلو برخو کې یې د عملیاتو موخه یواځې د دولت نظامي اهدف او کسان دي او هیڅ کله پر ملکی خلکو بریدونه نه دي شوي.
طالبانو ظاهراً د ولسمشر غني هغو څرګندونو ته غبرګون دی چې ویلي یې وو، په خاص اروزګان کې او هزاره میشتو سیمو کې جګړه قومي بڼه لري.

اعلامیه کې ټینګار شوی چې؛ “د سیمې ملکي خلک زموږ هیوادوال دي چې د سر، مال او عزت ساتل يې د اسلامي امارت د هر مجاهد دنده ده“

طالبانو هغو کسانو ته جدي خبرداری ورکړی چې د قوم، مذهب او ځينو نورو تعصباتو د راپارولو په منظور د سیمې خلکو ته ناسم ذهنیت ورکوي یا هم تعصبي لښکري جوړوي، چې د دوی د استخباراتي کسانو له خوا به په نښه او درنه سزا به ورکول شي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې تازه ځینو سرچینو خبر ورکړی چې د هزارګانو ځینې مشران غواړي په افغانستان کې د ایران د فاطمیون لښکر ته زمینه سازي وکړي.
طالبانو پر هزاره ګانو هم ژغ کړی چې د دوی د سر،مال او ناموس ساتنې ته ژمن دي او خپل اړوند کسان دې له دولتي لیکو را وباسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close