طالبان: یوناما دې د امریکايي او افغان عسکرو پر قصدي قتل عام سترګې نه پټوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۸)

نن په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) راپور خپور کړی چې په کې یې د تیر په څیر د ملکي تلفاتو زیاته پړه پر طالبانو اچولې.
یوناما وروستیو هوایي بریدونو ته چې په ترڅ کې یې سلګونه ملکي افغانان ووژل شول، له توجه پرته ویلي؛ یادو ملکیانو ته ډېری مرګ ژوبله د حکومت ضد وسله والو “طالبانو“ لخوا اوښتې ده.
د یوناما په راپور کې راغلي؛ د سږ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې ۲۷۸۹ ملکیان وژل شوي او ۵۲۵۲ تنه نور ټپیان دي.
طالبانو دغه راپور یو اړخیز بللی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي

“ موږ د یوناما دا ړوند قضاوت په کلکه ردوو، اوس هر افغان وګړي ته ثابته شوې چې په هیواد کې د قصدي وژنو، د کلیو د نړولو، کورونو د تبا کولو لوی عامل امریکايي اشغالګر او ورسره د کابل ادارې نظامیان دي.
په دوهمه درجه کې د ملکي تلفاتو عاملین د داعش په نامه فتنه ګر دي چې هغه هم د امریکایانو او د کابل ادارې د استخباراتو لخوا تمویلیږي“

طالبانو د یوناما راپور ته په اشارې سره ویلي، د ناسمو راپورونو خپرول او یوه طرفه قضاوت پخپله جنایتکارانو او د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملینو ته د وژنو جرئت ورکوي او ګواکې مخامخ په ملکي وژنو کې مرسته ورسره کوي.

طالبانو د یوناما راپور پروپاګند بللی او ویلي یې دي چې دا اداره باید خپل نړیوال اعتبار ته زیان و نه رسوي او په وینا یې چې؛

“ یاده اداره باید واقعا ثابته کړي چې د بشر ژوند اهمیت ورته لري او د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې څخه د سیاسي موخو لپاره کار نه اخلي“

د طالبانو په ځوابیه پیغام کې ویل شوي چې یوناما د افغان او امریکایي عسکرو پر جنایاتو سترګې پټې کړې او زیاته کړې یې ده چې؛

“په تیرو ۹ میاشتو کې د امریکايانو او د کابل ادارې د صفریک قطعې په نامه عسکرو لخوا لسګونه کلي، مساجد، کلینیکونه، ښونځي، مدارس، بازارونه، مارکیټونه، فصلونه او حتا د خلکو مواشي له منځه وړل شوي، خلکوته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دا لړۍ لا روانه ده“

باید وویل شي، چې په تیره څه باندې یوه میاشت کې په شپنیو چاپو او بمباریو کې تر ۲۵۰ زیات ملکیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي چې غوڅ اکثریت یې ښځې او ماشومان وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close