طالبان: یوناما غواړي د ملکي تلفاتو له موضوع څخه د“مجاهدینو“پر وړاندې پروپاګند توکي تهیه وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۴)

 

طالبانو د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر “یوناما“وروستی راپور چې د ملکي تلفاتو ډیره پړه یې پر طالبانو او نورو وسلوالو ډلو اچولې وه او یواځې د ۲ سلنې تلفاتو مسؤل یې امریکایي ځواکونه بللي و، رد کړ.

طالبانو ویلي، یوناما د تیر په څير داځل هم له امریکايي اشغالګرو سره خواخوږي پاللې او د هغوی په روزمره جنایاتو يې پرده اچولې په داسې حال کې چې روزمره یې پر افغان ولس بمبارۍ روانې ساتلې .
په دې راپور کې ۱۷ سلنه افغان حکومت او ۴۰ سلنه وسلوال طالبان د ملکي مرګ ژوبلې مسؤل بلل شوي خو طالبان وایي چې “دا ډول یو لوریزې او له انصاف څخه لرې محاسبې اعلانول پخپله د ملکي خلکو له ژوند سره جفا ده او مجرمینوته د جرم په ارتګاب کې جرئت ورکوي“
د يوناما په راپور کې راغلي، د تیرو شپږو میاشتو په ترڅ کې ټولټال ۵۱۲۲ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې يې ۱۶۹۲ تنه وژل شوي او ۳۴۳۰ تنه ټپيان دي

راپور زیاتوي، ، د تېر کال په پرتله د ملکيانو وژل کېدل يوه سلنه زيات شوي او ټپي کېدلو کې يې پنځه سلنه کموالی راغلی .
راپور ښيي، چې په ۱۶۹۲ وژل شويو ملکيانو کې ۵۴۴ مېرمنې، ۳۶۳ کوچنيان او ۷۸۵ نارینه شامل زياتوي چې د ۳۸۷ مېرمنو، ۹۹۲ کوچنيانو او ۲۰۵۱ نارینه وو په ګډون ۳۴۳۰ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په راپور کې امریکایي ځواکونه یواځې د دوه سلنې تلفاتو مسؤل بلل شوي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي “ د یوناما لخوا ترتیب شوي راپورونه چې د امریکا له سفارت سره په نیږدې همآهنګۍ کې تیاریږي، په واقعي ډول نه غواړي چې د ملکي خلکو په وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي؛ بلکې غواړي چې د ملکي تلفاتو له حساسې او مهمې موضوع څخه په استفاده، د مجاهدینو او روان جهاد په وړاندې د پروپاګند توکي تهیه کړي“

د یادونې وړ ده چې ډیر کله د یوناما استازي هغو سیمو ته له ورتګ څخه ډډه کوي چې امریکایي او افغان ځواکونو په کې بمبارۍ کړې وي او یواځې د دولتي چارواکو پر راپورړنو اکتفا کوي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close