طالب جان ستر فروعون مات کړ!!

حمزه حسیني

څو ورځې وړاندې رویټرز خبري اژانس د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي له قوله، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور خپور کړ او پکې راغلي و، سپینه ماڼۍ کې داسې اشارې لیدل کیږي چې د متحده ایالتونو ولسمشر ”ډونالډ ټرمپ“ غواړي په خپله ستراتېژۍ بیا له سره کتنه وکړي.

رويټرز خبري اژانس همدا راز ویلي و، د روانې ستراتېژي له امله ملکي تلفات زیات شوي، طالبان په بې ساري ډول د پرمختیا په حال کې دي او د افغان حکومت د وړتیا په هکله هم شکوک موجود دي؛ چې دغو ټولو عواملو ټرمپ بیا نظر کتنې ته مجبور کړ.

یاد امریکایي چارواکي ویلي و، بیا نظر کتنې کې به د روانې ستراتېژۍ هر اړخ ارزول کیږي، چې دا دی نن نیویارک ټایمز یو مطلب خپور کړ، اګر چې دېکې نه دي ویل شوي چې ګواکې دا دې د بیا نظر کتنې پر اساس پرېکړه وي؛ خو ویل شوي دي چې ”ډونالډ ټرمپ“ خپلو ډېپلوماتانو ته امر کړی تر څو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د پوځ عمومي قومندان جنرال ”نیکولسن“ کندهار کې خبریالانو ته ویلي، ټرمپ خپلو ډېپلوماتانو ته امر کړی چې طالبانو سره دې د مخامخ خبرو کولو زمینه برابره کړي او د پومپیو د سفر مقصد هم همدا و.

طالبان چې ټوله بروسه یې په الله جل شانه وه، دا دی د الله تعالي په فضل یې د نړۍ ستر فرعون په ګونډو کړ او د خپلو نیکونو ویاړلی تاریخ یې را ژوندی کړ.

اوس د تاریخ ویاړونکو ته په کار ده، چې د قوي ډېپلوماسي په نتیجه کې د سولې خبرې کامیابه کړي، هیواد او هیوادوالو ته د ارامې زندګۍ ساه ورکړي او خپل هیواد د اقتصادي نوښت سره د نورو هیوادونو همسیال کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close