طالب جنګیالیو د زابل ولایت مرکز او شاوخوا سیمې محاصره کړي دي

کابل ټکی کام ۲۲میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د سیمې څخه ځایي خلک خبر راکوي چې دا دوه ورځې کیږي د زابل ولایت مرکز قلات ښار او د کابل کندهار لویه لاره له شهر صفا څخه تر شاجوی ولسوالۍ پورې  د طالب جنګیالیو له لورې د ترافیکو پر مخ بنده ده.
د دوی له قوله چې د لویې لارې پر سر چې کومې پوستې موجودې دي، ساتونکو یې د جګړې څخه د ځان ساتنې لپاره غارونو ته مخه کړې ده.
د طالبانو ویاند ښاغلی قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دي چې د دوی جنګیالي تل په دې هڅه کې وي چې تر څو په جګړه کې عامو خلکو ته زیان ونه رسي، خو افغان ځواکونو یواځې د ځان ساتنې لپاره غارونو ته مخه کړې ده او د مخامخ جګړې څخه یې ډډه کړې ده.
احمدي زیاته کړې ده چې په زابل ولایت کې که څه هم داخلي او خارجي عسکر په هوايي میدان او PRT کې مېشت دي خو بیا هم پدې ندي توانېدلي، چې د دوی د جنګیالیو مخه ونیسي.
په یو بل تازه را رسېدلي خبر کې راغلي دي چې طالب جنګیالیو بېګاه شپه د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ اړوند د کیدو چهارسنګ او مکتب سیمو کې د افغان ځواکونو ۳ پوستې تر وسلوال برید لاندې راوستې، چې له لږ مقاومت وروسته د کېدو د سیمې ټولې پوستې د طالب جنګیالیو لاسته ولوېدې، او د یو قمندان په شمول ۹ تنه عسکر یې وژلي دي.
او له افغان ځواکونو څخه پاتې ۵کلاشنکوفونه ۲موټرسایکلونه او ګڼ شمېر مهمات هم طالب جنګیالیو ته لاسته ورغلي دي.
ویل کیږي چې په نورو پوستو کې هم افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو تر اوسه پورې کره مالومات نه دي ترلاسه شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close