طالب جنګیالیو د هلمند پر یو شمېر ولسوالیو باندې بریدونه کړي دي

کابل ټکی کام ۱۷عقرب/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
طالب جنګیالیو تېره شپه د هلمند ولایت پر واشیر ولسوالۍ او د مارجې ولسوالۍ پر تریخ ناور سیمه کې بریدونه پیل کړل، د دولتي ځواکونو له قوله چې بریدونه یې په شاه تمبولي دي.
زمونږ همکار له سیمې څخه خبر را کوي چې طالب جنګیالیو له تېرو څلورو ورځو څخه د مارجې ولسوالۍ ټولې سیمې پرته له امنیه قومندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ نیولي دي.
همکار همدا راز زیاتوي چې پر لویه لاره امنیتي ځواکونه د سختې وېرې له کبله چمتووالۍ نیولی وو، او ټول په امنیتي پوستو کې ځای پر ځای شوي وو، او ځايي خلک هم کډه کېدلو ته مجبور شوي دي.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی ښاغلی جبار قهرمان له قوله چې مونږ هڅه کوو تر څو د هلمند  اوسېدونکو ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close