طالب جنګیالیو د پروان په بګرام ولسوالۍ کې ۷تنه بهرني عسکر ووژل

کابل ټکی کام ۲۲میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې طالب جنګیالیو د بهرنیو ځواکونو یو کاروان تر برید لاندې راوست، چې پکې ۷تنه امریکايي پوځيان ووژل شول، او ۹تنه نور ټپیان شول.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې په دې حمله کې د بهرنیو ځواکونو ۴ټانګونه هم له منځه تللي دي.
مجاهد د دوو تنو طالب جنګیالیو خبر هم ورکړی دی.
خو تر اوسه پورې افغان دولتي سرچینو او په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close