طالب جنګیالیو د کابل-بامیانو لویه لار تړلې ده، جګړه دوام لري

کابل ټکی کام ۲۳میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د بامیانو او غزني ولایتونو څخه زمونږ همکار خبر را کوي چې طالب جنګیالیو نن سهار د کابل، غزني او کابل، بامیانو د لویو لارو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.
د میدان وردګو ولایت د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي چې نن پنجشنبه سهار مهال سلګونه طالب جنګیالیو د کابل، غزني او کابل، بامیانو لویو لارو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي، چې امنیتي ځواکونو سره یې اوس هم شدیده جګړه دوام لري.
د ده د وینا لمخې چې په نښته کې طالب جنګیالیو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، او د کابل، غزني لویه لاره د ټرافیکو پر مخ پرانستل شوې ده، خو د کابل  بامیانو لویه لاره اوس هم د مسافرو پر مخ بنده ده.
loua laraaد طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په دې اړه څه ندي ویلي خو تېره ورځ یې رسنیو ته ویلي وو چې د دې لارو د تړلو څخه مو هدف دا دی چې تر څو عام خلک د جګړې په وخت کې متضرر نشي.
او ویلي یې دي چې اوس مو د کابل کندهار لویه لار د تم شویو سلګونو موټرو د چلوونکو په غوښتنه خلاصه کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close