طالب جنګیالیو له کندز څخه وروسته په بغلان کې جګړې ته مخه کړې ده

کابل ټکی کام ۲۵میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د بغلان چارواکو تېره ورځ خبر ورکړی وو چې طالب جنګیالیو د کندز څخه وروسته په دغه ولایت کې عملیاتو ته مخه کړې ده.
عملیات په برکه ولسوالۍ کې پیل شوي دي، او وسله وال لا هم له امنیتي ځواکونو سره په جګړه اخته دي، په خبر کی دولت ادعا کړې وه چې تر اوسه ۱۳طالب جنګیالي وژل شوي دي، او ۳ تنه امنیتي ځواکونه ټپيان دي.
بلې خوا ته د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې نن د بغلان د برکه ولسوالۍ اړوند شهر نو سیمه د دوی د جنګیالیو لاسته ولوېده.
مجاهد وايي چې په یاده سیمه کې له تېرې ورځې را هیسې د طالب جنګیالیو د افغان امنیتی ځواکونو په خلاف سخته جګړه روانه کړې ده، چې امنیتي ځواکونو له تلفاتو وروسته له سیمې څخه ښپې سپکې کړي دي.
مجاهد زیاتوي چې یاده سیمه په ټولیزه توګه د دوی د جنګیالیو لاسته لوېدلې ده.
مجاهد په جګړه کې د افغان عسکرو د ۵ټانګونو، ۲رېنجرو او د ۱۸تنو عسکرو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی، او وايي چې ۹تنه نور عسکر ژوبل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close