طالب شم که اربکی/نظر محمد مطمين

نظر محمد مطمین

نور راسره خواکې ګانډیان د کندز خوستیان دي (د بغلان د خوست ولسوالي خلکو ته په کندز او پلخمري ښارونو کې خوستیان وایې، دوی دري ژبې دي)، زه ‏پکې پښتون یم، دوی خپلو منځو کې وایې چې اوغان دی.‏

له مسجد څخه یې منع کړی وم، ویل یې چې زموږ مسجد ته به نه راځي. خیرات مې کړی وو، کلیوال او همسایه ګان دي، دوی مې هم ‏راوغوښتل، چې کله یې ډوډۍ وخوړله، ووتل.‏

په همدې ورځ مې کشر ورور غوښتل کابل ته له کندز څخه ولاړ شي، د کور په مخ کې ورته خوستیان ولاړ وو، او وهل ډبول یې پېل کړل. زه ‏وروتلم، ګواښ مې کاوو، هغوی لږ وروسته زه هم مرګونی ووهلم، زما مور مې غوښتل چې ما ورڅخه خلاص کړي، سر مې مات شوی وو، زما پر سر مې مور لاس ایښی وو، هغه یې هم په لاس ‏وهلي وه او لاس يې ورته مات کړی وو، او زما کشر ورور خو مخکې له مخکې لا مرګونی زخمي وو.‏

جګړه وه، دوه نفره د خوستیانو لګیدلي وو، یو بیا وروسته د زخمونو له کبله مړ شو، او یو لا هم زخمي دي. موږ دواړه وروڼه د وهلو له کبله ‏زخمیان او زموږ یو دري ژبې ملګري موږ تخار ته روغتون ته وړي وو، بیا یې کابل ته راوړي وو، د کشر ورور علاج مي ونه شو، هغه مو ‏هند ته ولیږی.‏

څلور تر ما مشران وروڼه مې د روسانو سره د جهاد پر مهال شهیدان شوې، دا ډول زما پلار هم د روسانو سره د جهاد په وخت کې شهید شوی. ‏مورکی مې کونډه ده، ډیره ځوریدلي، د څلورو ځوانو زامنو غم او زموږ د پلار بیلتون یې اوس هم کړوي.‏

کندز کې زموږ د ښارې حوزې قومندان چې هغه هم دري ژبی دی، غوښتل یې چې زموږ د کور میرمنې بندیاني کړي، ولي همدلته بیا د ‏اربکیانو پوسته زموږ کلي ته نږدې ده او دهغې مشر کندهاری دی، کندهاري يې مخالفت کړی وو، او خپلو وسلوالو ته یې ویلي وو چې که د ‏حوزي امر د کور د میرمنو ایستلو لپاره راغی، ورسره جګړې ته چمتو اوسئ.‏

دغه ځوان وایې چې د سړي له کوره میرمنې د حکومت د خلکو لخوا وایستل شي، نو مجبوره یم چې یا خو به طالب شم او یا هم غیر مسؤل اربکی. په زور مو وسلې اخیستلو ته مجبوره ‏کوي.‏

اوس له کوره ورک یو، خلک مو په کور راغلل، زخمیان يې کړو، د خپلو ځانو څخه مو دفاع کړي، او که دفاع مو نه کوله، نو تر وهلو لاندي ‏به وژل کیدو او یا به مو په راتلونکې کې خوستیانو ته قلنګ ورکاوو.‏

دغه ځوان وایې چې موږ هلته په نوم د پښتون د طالب په نوم ځوریږو، خو له طالبانو هم ښې خاطرې نه لرو، هغوی هم ځینې یې د طالب په ‏نوم قومندانان د کندز د پاچا د جمعیت اسلامی د مشهور قومندان میرعلم سره پټې رابطې لري او د هغه څخه مادي امکانات تر لاسه کوي، بیا هغوی هم زموږ ډیره پرواه نه لري، نه ‏په حکومت کې څوک راباندي ننګه کوي او نه په طالبانو کي.‏

اوس مې طالبانو ته ویلي چې له مجبوریته اربکی کیږم، بیا مې مه کافر کوئ، د خپل ناموس ساتنه کوم، او که طالب شم بیا نو کور، دوکان او ‏جایداد هرڅه راڅخه پاتې دي.‏

همدا نن یو ځوان راغی، او په دي خبرو یې ډیر وځوریدم، چې د ولس غم ولي له چاسره نه شته، ولس د ښکیلو لورو له خوا په ځینو سېمو کې ‏له ستونزو سره مخ دی.‏

په رښتیا هم ځینې ځوانان د بې عدالتۍ له کبله مجبوره شوې چې وسلې ته لاس کړي ، او دخپلو حقونو څخه دفاع وکړي.‏

الله ج دي نور دا بدبختې زموږ له ولسونو څخه لیري کړي. آمین

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close