طالب له صفري حالته د بشپړې بريا پر لور!!!

ليکنه: غورځنګ

هغه شپې او ورځې هم پر افغانانو تېرې شوې چې کله غربي لېوانو ورته اشر کړی وو او غوښتل يې دغه مېړنی ولس تر تېغ تېر کړي نو يې د ټولې نړۍ د اسلامي او کفري ملتونو او امتونو لپاره يې سره کرښه راښکله چې که غواړئ د امريکا دښمني په غاړه اخلئ! نو له سرې کرښې هاغاړه (د امريکا پر ضد له القاعده او طالبانو) سره ودرېږئ! او بيا د خونړيو بريدونو شاهدان واوسئ! او په داسې حال کې بيا د شکايت حق نه لرئ!

يا هم له سرې کرښې دې خوا ته (د امريکا پر طرفدارۍ) ودرېږئ! او د طالب او القاعده نومونو د ورکېدلو لپاره له امريکا سره يو ځای لاس پکار شئ!

په دغه وخت کې د طالبانو امير (ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله) په ډېره ساده او ځيږه لهجه امريکايانو ته ويل: چې پر افغانستان له حملو تېر شئ! افغانستان ته راتګ ډېر اسانه کار دی خو بيا ورڅخه وتل او نيول يې ډېر ګران تمامېږي، د دې لپاره چې د افغانستان له حاله خبر شئ! نو لږ له برتانويانو او روسانو څخه حال وپوښتئ! خو د امريکا د غوسې او قهر په دې دومره وحشت ناک او دهشت ناک وخت کې د ملا صاحب اواز هيچا هم اعتناء ونه کړه، بلکې په کله به يې چې په کوم ځای کې د طالب د کوم بريد خبر واورېده نو ويل به يې چې( دې بېچاره ګانو ته ګوره! هسې ځانونه تباه کوي) يعنې له امريکا سره ډغره وهل ځانونه تباه کول دي، خو د الله ج بيا داسې خوښه نه وه چې مسلمانان دې کفارو ته سرکوب کړي، نو ځکه يې د هماغه خړ پړ او د ټولې نړۍ په سترګو کې د خوارکي طالب په وړو خپړو يې امريکا د ماتې په درشل کې ودروله. او پر اسلامي نړۍ د کمساري کفري يرغل د ماتېدلو وياړ يې د مسجد طالب ته ورپه برخه کړ.

يو وخت که د امریکا او کفري نړۍ له وېرې ټولو په يوه خوله د طالب د بشپړ ورکېدلو خبرې کولې خو اوس دا دی د ټولې نړۍ د وګړو پر خولو او ژبو باندې دا خبره دود شوې ده چې د طالبانو نظام به بيا راځي او تر ټولو مهمه دا چې کومو خلک چې طالب ته بلکل په حق ورکولو قائل نه وو، هغو هم له طالب سره په قطر کې ملاقات کول د ځان وياړ وباله او په ډېر افتخار سره يې د طالب د کتنې او ملاقات وياړ تر لاسه کړ، طالب هم په خپله سوچه او فصيحه ژبه خپل پيغام ورته وړاندې کړ  او کله چې له غونډې څخه بېرته راوګرځېدل نو يو ناڅاپه داسې بدل شول چې ګواکې طالب جادو پرې کړی دی.

طالب چې څومره پرمختګونه کړي دي دا د دوی ابتکار او نوښتونه نه دي بلکې د ا د الله ج هغه نصرت دی چې  په خپل کتاب کې يې له سپېڅلو مؤمنانو سره وعده کړې ده چې دا دی په پنځلسمه سدۍ کې يې يوه ژوندۍ بېلګه مونږ ګورو.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close