طالب مشر: ولسونه دې د استسقاء لمانځه لپاره راووځي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۸)

په داسې حال کې چې د هیواد ولسونه له سختې وچکالۍ کړیږي، د طالبانو مشر شیخ هبةالله اخُندزاده د هیواد پر ټولو افغانانو ژغ کړی چې د استسقاء د لمانځه لپاره ووځي او د باران د اورښت په مقصد دې دغه مسنون عمل پر ځای کړي.
نوموړي په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي؛ داچي اوس زموږ په هیواد افغانستان او شاوخوا نورو سیمو باندې هم د وچکالي ابتلاء راغلې ده، خلک د خپلو کښتونو لپاره اوبه نلري، کروندې او باغونه د وچیدو له خطر سره مخ دي،انسانان، حیوانات او د الله تعالی بیلابیل مخلوقات د اوبو او باران د کمي له امله له مختلفو مشکلاتو سره مخامخ دي.

په پیغام کې د قرآنی دلایلو له مخې د استسقا پر لمانځه ټینګار شوی او ویل شوي چې الله تعالی په قران کریم کې څو ځایه دا حقیقت بیان کړی چې استغفار او له الله تعالی نه بخښنه غوښتل د باران د اوریدو سببب ګرځي.

په پیغام کې ویل شوي “ قحطي یا وچکالي یوه الهي ابتلاء ده چې په انسانانو باندې نازلیږي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د هجرت په شپږم کال په مدینه منوره وچکالي راغله، د الله تعالی پيغمبر صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته د استسقاء امر وکړ، نبي علیه السلام او عامو مسلمانانو الله تعالی ته خپل عجز وړاندې کړ، د استسقاء لمونځ، توبه او استغفار یې وکړ او الله تعالی ورباندې باران ووراوه“

باید وویل شي چې د هیواد په مختلفو نقاطو کې د اوبو کچه په حیرانونکې توګه ښکته تللې او لسګونه زره افغانان د سختې وچکالۍ له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close