طالب نفوذي بريدګرو د امريکا “ساتونکي پريښتې” ډله ناکامه کړه

د نفوذي بريدونو له ويرې پر افغان پوځيانو د بهرنيانو بې باوري زياته شوې چې له کبله يې په مؤقت ډول له افغان پوځي مرکزونو څخه بهرنيان وتلي دي

راپورتاژ: الماس خدرخېل

د ۱۳۹۷م کال د ۷ مياشتې په ۲۶ تاريخ د کندهار ولايت په مقام کې په يوه داخلي برید کې د دغه ولايت امنيه قومندان جنرال رازق، د امنيت رئيس عبدالمومن او څو تنه نور ووژل شول او د والي په شمول د کندهار لپاره د امريکايي ځواکونو قومندان، څو تنه بهرني عسکر او چارواکي ټپيان شول.

کندهار کې له بریدو شاوخوا درې ورځې وروسته یو طالب نفوذي بریدګر په هرات کې هم درېیو بهرنیو عسکرو ته مرګ‌ژوبله واړوله چې د ناټو ځواکونو په وينا يو تن ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

د تلې مياشتې په دېرشمه نيټه د امريکا دفاع وزارت پنټاګان تاييد کړه چې د کندهار په بريد امريکايي جنرال جيفري سميلي هم سخت ټپي شوی هغه چې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې يې د افغانستان په سوېل کې د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ‘ مشري په غاړه لرله.

په یادغه غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون درلود خو له بريده روغ ووت.

د طالبانو وياند د کندهار او هرات د بريدونو مسؤلیت ومانه او ويې ويل چې په کندهار کې د ذبیح الله ګلبدين (ابودجانه) په نوم یوه نفوذي طالب برید کړی او په هرات کې د رحیم الله په نوم یوه نفوذي عسکر برید کړی چې د ننګرهار اوسېدونکی دی.

د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي نن په کندهار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل؛ پر جنرال عبدالرازق برید کوونکي له جعلي نوم، جعلي پېژندپاڼې (تذکرې) څخه استفاده کړې وه.
نوموړی وایي؛ نفوذي بریدګر په شخصي تضمین د کندهار له والي سره د ساتونکي دنده پيل کړې وه او ښه اعتماد یې تر لاسه کړی وو.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې د طالبانو يوه نفوذي کس د روزګان په مرکز د ترينکوټ په هوايي ډګر کې پر بهرنیو ځواکونو برید وکړ چې د طالبانو په وينا څلور بهرني عسکر پکې ووژل شول او ګڼ شمير نور ټپيان شول.

خو د امريکا دفاع وزارت يواځې د يوه عسکر وژل او دوو تنو نورو ټپي کېدل تاييد کړل.

له کله راهيسې چې بهرني پوځيان افغانستان ته راغلي د طالب نفوذي بریدګرو له خوا پرې بيشمېره وسله وال بريدونه شوي چې د امريکايي ځواکونو په ګډون پکې د ناټو غړو د نورو هېوادونو لسګونه عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

خو په ورورستيو کې د طالبانو د نفوذي بریدګرو له لوري پر افغان او بهرنيو ځواکونو د بريدونو لړۍ تونده شوې ده:

د تيرې چنګاښ مياشت په ۲۶ نيټه د فارياب په چهلګزي ولسوالۍ کې يوه عسکر د خپلې پوستې قومندان او پنځه ملګري ووژل او په همدغه مياشت کې د افغان پوځ په داخل کې د نفوذي بريدونو نور راپورونه هم ورکول شوي خو له هغې وروسته د روانې لړم مياشتې په پنځمه د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې يوه پوليس د خپلې پوستې شپږ عسکر ملګري ووژل او خپله له طالبانو سره يوځای شو.

تيره ورځ د د لړم مياشتې په ۶ نيټه د لوګر چارواکو وويل، چې يوه نفوذي بريدګر په مرکز پل علم مربوط د هونۍ سفلی سيمه کې د والي دوه ساتونکي وژلي او د هغوی وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

چې د دغه ورته ډول نورو بريدونو مسئوليت طالبانو منلی او ويلي دي چې ياد بریدګر د افغان پوځ په لیکو کې د دوی نفوذي کسان و.

تر دې مخکې طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې دوی د دولت په نظامي ليکو کې لسګونه نفوذي بريد کوونکي ځای پرځای کړي چې له موقع څخه په استفادې به په دولتي او بهرنيو عسکرو او لوړپوړو چارواکو بريدونه کوي.

د وروستيو داخلي بريدونو له ويرې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ليدنو کتنو او ملاقاتونو بنديز لګېدلی چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وينا له کبله يې د افغان او بهرنيو چارواکو څو ملاقاتونه هم ځنډېدلي دي.

د امریکايي پوځ يوه قومندان ډيوډ بټلر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، چې دا بنديزونه د کندهار له بريد وروسته په موقت ډول و خو په هرات کې پر امريکايي عسکرو له بريد وروسته د چارواکو اندېښنې زياتې او دوام يې پيدا کړ.

د سرچينې په وينا، د نفوذي بريدونو له ويرې پر افغان پوځيانو د بهرنيانو بې باوري زياته شوې چې له کبله يې په مؤقت ډول له افغان پوځي مرکزونو څخه بهرنيان وتلي دي.

د چنګاښ په مياشت کې هم نيويارک ټايمز په يوه راپور کې ويلي و چې په افغانستان کې ميشت امريکايي پوځيان د داخلي بريدونو له کبله سخت اندېښمن دي.

که څه هم څه موده وړاندې د امريکا دفاع وزارت ويلي و چې د افغان پوځ په ليکو کې يې د نفوذي کسانو د بريدونو د مخنيوي په موخه د (ساتونکي پرښتې) په نوم يوه ډله جوړه کړې، څو په پوځي ليکو کې هغه نفوذي کسان وڅاري او په نښه کړي چې پر دوی بريدونه کوي.

خو د طالبانو د نفوذي کسانو له وروستيو برياليو بريدونو چې په بهرنيو او افغان پوځيانو يې ترسره کړي داسې ښکاري (ساتونکي پرښتې) ډله په خپله دنده کې ناکامه او کومه لاسته رواړنه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغه متقاعد امريکايي پوځي (جګړن مارک سټونمېن) چې په عراق او افغانستان کې يې دنده کړې لیکنه خپره کړه وايي: که څه هم امريکا اوولس کاله د افغان عسکرو په روزنه تير کړل خو لا هم د هغوی سره په څنک کې ځکه کار نه شي کولی چې له داخلي بريدونو ويره لري زياتوي چې (د نفوذي بريدونو پر وړاندې مقابله له امکانه وتې ده).

د سټونمېن په وينا، يواځې په ۲۰۱۲م کال کې چې نوموړي په افغانستان کې دنده کوله پنځه څلوېښت نفوذي بريدونه شوي چې (يوشپيته) بهرنيان پکې وژل شوي زياتوي چې له ۲۰۰۷ کال راهيسې (يوسل پنځه اويا) بهرنيو عسکرو په نفوذي بريدونو کې ژوند له لاسه ورکړی او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close