طالب وسلوالو په بګرام کې د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه را وغورځوله

کابل ټکی کام ۱۸میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
بېګاه شپه ۳بجې د بګرام هوايي اډې ته څېرمه طالب وسلوالو د بهرنیو ځواکونو یوه لویه الوتکه را وغورځوله.
ویل کیږي چې الوتکه د را کوزېدو په حالت کې د طالب وسلوالو د راکټي برید ښکار شوه، الوتکې اور واخېست او په میدان کې را وغورځېده.
تر اوسه یې د تلفاتو په اړه کره مالومات نه دي ترلاسه شوي.
په یو بل ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دي چې طالب وسلوالو پرون مازدیګر د کندوز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو یوه چورلکه را وغورځوله، چې پکې سپاره ټول عسکر ووژل شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close