طالب وياند د هغه په نوم د جعلي ټويټونو په اړه سپيناوی وکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۳۰)

طالب وياند د هغه ټويټونو په اړه سپيناوی وکړ چې تيره ورځ د (ذبیح الله مجاهد) په نوم له اکاونټ څخه ايستل شوي او وروسته په زياتونې سره فټوشاپ شوي و.

پرون چې په کابل کې د اورانوس هوټل کې د ميلادالنبي صلی الله عليه وسلم په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې چاودنه وشوه چې له یادې چاودنې څو شیبې وروسته طالبانو دغه پېښه په کلکو ټکو وغندله او وياند يې عاملين جنايتکاران وبلل.

خو په سوشل ميډيا ځينو کسانو د طالب وياند ټويټ فټوشاپ کړی و او د کابل د هوټل بريد يې طالبانو ته منسوب کړی و چې ګوندې دغه کار طالبانو کړی خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد د ټويټ فټوشاپ کول د کابل ادارې د استخباراتي کړيو کار ګڼي زياتوي: “موږ دغه جعل او تزویر په کلکه ردوو،‌ له رسنیو څخه غوښتنه کوو چې د دښمن سره په استخباراتي دسیسو کې ونډه وانخلي‌او د داسې بدنامونکو هڅو له نشر څخه ډډه وکړي.”

په فټوشاپ شوي ټويټ کې يوځای ليکل شوي چې ( د کابل ادارې په مرتدو عالمانو برید شوی) چې تر دې مخکې طالب وياند او د طالبانو په مطبوعاتي اعلاميو کې هيڅکله هم دغه ډول الفاظ نه دي کارول شوي زياتوي: ” لومړی خو دغه عالمان چې شهیدان شوي د کابل د ادارې کسان نه دي‌بلکې عام افغان علماء دي چې په کابل کې ژوند کوي،‌ امامتونه لري،‌ تدریس کوي، خلکو ته په شرعي‌برخه کې تعلیم او تربیه ورکوي او خپله شخصي غونډه يې جوړه کړي وه،‌ ‌دوهم دا چې د اسلامي امارت په مطبوعاتي‌اصطلاحاتو او ویناو کې په تیرو اتلسو کلونو کې د کابل ادارې پورې اړوندو کسانو ته مرتد لفظ نه دی استعمال شوی او نه هم د هغوی په ارتداد چا حکم کړی دی.”

د مجاهد په وينا، ځينې کسان کوښښ کوي چې د دغه ډول جعل له لارې د اولس او مجاهدينو تر منځ فاصله ايجاد کړي او عامه ذهنیتونه تخريب کړي چې په وينا يې دا يوه ناکامه هڅه ده او خلک په هرڅه پوه دي.

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې له رسنيو غوښتي چې د خپل مسوليت د درک په اساس له (دښمن) سره په جعل، تزوير او شايعاتو له نشرولو ډډه وکړي او یا دې په دغسې حالاتو کې له طالبانو د سپناوي غوښتنه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close