طالب وياند: د کندهار چاودنې بهرنيانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۰) نن له غرمې مخکې د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې په بهرنيو ځواکونو چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.

چاودنه د يادې ولسوالۍ مربوط د عليزو په سيمه کې د کندهار له هوايي ډګر په راوتونکو بهرنيو پوځيانو ترسره شوې ده.

په لومړنيو معلوماتو کې ويل شوي و چې چاودنه د يوه موټربم په واسطه شوې ده او د امریکايي ځواکونو ټانګ يې ويجاړ کړی دی.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضياء دراني په لومړنيو معلوماتو کې وويل له چاودنې وروسته بهرنيو ځواکونو په سيمه کې په ملکي خلکو ډزې وکړې او دوه تنه يې ټپيان کړل.

نوموړی وايي، په چاودنه کې ملکيانو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې او بهرنيانو ته د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي، خو زياتوي چې د چاودنې له امله يو موټر زيانمن شوی دی.

عيني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او له کبله يې د بهرنيانو يو موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

د چاودنې مسئوليت طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويتر پاڼه ليکلي، په چاودنه کې د امريکايي عسکرو يو ټانګ ويجاړ شوی او پکې سپرو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close