طالب ویاند د امریکایي دیپلومات سرخلاصي لیک ته ځواب ورکړ

اساسي خبره داده چې ممکن ټوله نړۍ له امریکا څخه ویره ولري، خو موږ له امریکا څخه ویره نه لرو، موږ د امریکا هرڅه وزن کړي، موږ د هغوی سره په جګړه کې ډير څه زده کړي، امریکا هغه هیواد نه دی چې باید په نورو هیوادونو کې د حکومت نوعی او بڼې وټاکي، که تاسو همداسې یوه نظریه لرئ، دا به ځکه وي چې تاسو یو امریکایي یاست، کنه هيڅ آزاد انسان داسې جسارت او مداخلو ته اجازه نشي ورکولای

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکایي دیپلومات او لیکوال بارنټ روبین لیک ته چې طالبانو ته یې استولی و، ځوابي پیغام لیګلی.
روبین طالبانو ته په یوه سرخلاصي لیک کې ویلي و، چې د سولې له پروسې سره دې بې له کوم قید او شرط نه یوځای شي او د خبرو له پیل مخکې دې اوربند وکړي.
د روبین په خبره؛ طالبانو په جګړو کې او په ځانګړې توګه د کابل په وروستي برید کې لسګونه بیګناه افغانان ووژل.
بارنټ روبین ویلي؛ زه پوهیږم چې ستاسو مخالفین ستاسو استقلال ته په سمه سترګه نه ګوري او تاسو هم هغوی پردیو ته منسوبوی
روبین ویلي، چې افغان حکومت د نړیوالو له خوا قانوني پیژندل شوی حکومت ده باید په خبرو کې دامریکا ترڅنګ هغوی هم وجود ولري.
روبین په دې لیک کې واضحه کړې وه چې طالبانو پخوا دسولې هیڅ موقع له لاسه نه ده ورکړې خو داځل دې فرصت له لاسه نه ورکوي او په حکومت او نړیوالو دې فشار واچوي ترڅو د خبرو له پاره د دوی سیاسي دفتر په رسمیت وپیژني.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د روبین ځواب داسې ویلی ؛

ستاسو ځواب مو ولوست، مننه کوو چې موږ ته مو د ځواب ویلو هڅه کړې.

خو څو اساسي ټکي درڅخه هیر شوي دي
* که چیرې ستاسو هیواد (متحده ایالات) موږ اشغال کړی وای، د ځمکې او هوا اختیارات مو درڅخه اخیستی وای او په ورځ کې مو ګڼ شمیر امریکایان په خپلو کورونو کې په خوب ویده وژلی ممکن چې بیا به ستا دريځ او نظر دغسې نه وای لکه نن، نو هیله ده چې واقع بین ووسئ.
* زموږ هیواد اشغال شوی، د اشغال په ترڅ کې یو تش په نوم افغان امریکايي ډوله نظام پرموږ تپل شوی او تاسو وايي چې باید له هغو سره خبرې وکړو او په رسمیت يې ومنو عین هغه خبره چې امریکایان يې د جګړې د ګټلو لپاره په نظر کې لري.
* تاسو ویلي چې موږ په فدايي بریدونوکې ستاسو په ګمان عام خلک وژنو، لومړی خو دا خبره د مکث وړ ده، لویه جګړه روانه ده، اکثره ملکيان ستاسو د ځواکونو په عملیاتو او بمبارونو کې وژل کیږي، او که ومنو چې زموږ په عملیاتو کې هم خلکوته زیان اوړي نو تاسو ووایئ چې داسې بریدونو ته موږ څه شي اړ کړي یو؟ ستاسو به دا هم یاد وي چې موږ د شوروي اتحاد څخه د آزادۍ د ترلاسه کولو لپاره یونیم میلیون افغانان له لاسه ورکړل، خو دا هرڅه مو د یو لوی هدف لپاره وزغمل چې هغه د اشغال څخه د آزادۍ نعمت وو.
* تاسو وايي چې فرصتونه له لاسه مه ورکوئ، موږ فرصتونه له لاسه نه دي ورکړي خو دسیسو ته فرصت نشو ویلی، د کابل دجریان په نامه غونډه او نورې ورته هڅې له اسلامي امارت څخه د تسلیمۍ غوښتنه کوي په داسې حال کې چې اسلامي امارت بې له شکه داسې قدرت دی چې امریکا غوندې نړیوال استکباري قوت یې له خپلو ټولو متحدینو او دار او دستې سره ماته کړی، آیا ستاسو منطق دا خبره سمه ګڼي؟
* تاسو ویلي چې د کابل حکومت باید ومنل شي ځکه ټولې نړۍ منلی !!!؟
په ۲۰۰۱ کال کې ټولې نړۍ زموږ پر ملک باندې امریکايي تجاوز هم پرځای کار باله حمایت يې ورڅخه کاوه او منلی وو نو آیا موږ هم باید اشغال منلی وای؟
په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال هم د ملګروملتونو د سازمان په ګډون د نړۍ مطلق اکثریت هیوادنو د هغه وخت د کابل حکومت منلی وو او په رسمیت یې پيژاند، آیا دا سمه ده چې هغه مهال افغان مبارزینو هم باید همدا کار کړی وای؟
* اساسي خبره داده چې ممکن ټوله نړۍ له امریکا څخه ویره ولري، خو موږ له امریکا څخه ویره نه لرو، موږ د امریکا هرڅه وزن کړي، موږ د هغوی سره په جګړه کې ډير څه زده کړي، امریکا هغه هیواد نه دی چې باید په نورو هیوادونو کې د حکومت نوعی او بڼې وټاکي، که تاسو همداسې یوه نظریه لرئ، دا به ځکه وي چې تاسو یو امریکایي یاست، کنه هيڅ آزاد انسان داسې جسارت او مداخلو ته اجازه نشي ورکولای.
د خبرې جرړه داده چې د امریکا اساسي ستونزه څه ده، آیا ريښتیا هم تروریزم؟
که نه د افغانستان د معادنو استخراج، دلته د خپل ماډل نظام تپل، د اسلامي حکومت مخنیو او له دې ځایه په سیمه کې خپل استعماري سیاستونه پلی کول؟
که لومړی مسئله وي موږ يې د حل لپاره په پوره صداقت ژمن یو موږ د هيچا په چارو کې مداخله نه لر او نه هم د امریکا په ګډون له کوم هیواد سره دښمني غواړو. امریکايي حکومت، ولس او پارلمان ته مو مکرر لیکونه استول هم په دې منظور وو چې دغه پيغام ورسوو.
او که دوهمه خبره وي، بیا نو دا ملت داسې نه دی لکه نور هغه ملتونه چې امریکا همدا اوس لاندې کړي، ګټې يې خوري، استعماري اهداف په کې تعقیبوي او مخامخ د هغو په کورنیو چارو کې مداخله کوي، په داسې صورت کې موږ د امریکا هيڅ پروا نه لرو، نه خبرې ورسره کوو، نه جګړه دروو او نه هم ورڅخه ستړي کیږو، بیا تاسو امریکا يي کار پوهان او څيړونکي د زیانونو شمیر ونیسي چې څوک ډير زیانمن کیږي او څوک جګړه بایلي؟ مننه

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close