طالب ویاند: د حل یواځنۍ لاره په تفاهم، تعقل او حقائقو منلو کې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲)

طالبانو د امریکا له خوا د دوی په یو شمیر مشرانو د بندیزونو لګولو په هکله غبرګون ښوودلی او هغه یې په کلکه غندلي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي؛

“په امریکايي حکومت یوځل بیا غږ کوي چې له بې ځایه او تبلیغاتي هڅو څخه نور را وګرځي په افغانستان کې واقعیتونه درک کړي، له مسائلو سره عاقلانه برخورد وکړي او له پارونکو ګامونو څخه لاس واخلي.“

طالبان وایي چې د امریکا له خوا په تور لیست کې داخل شوي مشران یې یو هم له امریکا سره کومه اقتصادي معامله نه لري او په وینا یې چې دا بندیزونه “نمایشي او بې اثره“ دي.

طالبانو د بندیزونو لګولو څو لاملونه ښوودلي او زیاته کړې یې ده چې

“ په داسې کولو سره یا خو امریکا نه غواړي د افغانستان مسئله د خبرو، تفاهم او تعقل له لارې حل شي، بلکې د زور او فشار له افشن څخه کار اخلي چې په تیرو ۱۷ کالونو کې يې نتیجه صفر وه او یا خو د امریکا په حکومت کې دننه ژور اختلافات دی او ځینې کړۍ نه غواړي چې د افغانستان مسئله د حل په لوری ولاړه شي.“

په اعلامیه کې کې د امریکا په ملګرو عرب هیوادونو هم غږ شوی چې ګواکې “ هغوی ته نه ښایې چې د امریکا په اشاره په اسلامي هیوادونو او مسلمانو شخصیتونو بندیزونه ولګوي“
باید وویل شي چې تیره ورځ د امریکا د خزانې وزارت له سعودي عربستان او ځینو عرب هیوادونو سره په ګډه پر څلور طالب چارواکو د خونړیو بریدونو په تور او د ایران او پاکستان پر څلورو اتباعو د طالبانو د مالي ملاتړ په تور، بندیزونه ولګول.
طالبانو خبرداری ورکړی چې که امریکایان د تفاهم، تعقل او حقائقو منلو ته غاړه کې نه ښووده ، د راتلونکو بدو عواقبو مسئولیت به يې پرخپله غاړه وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close