طالب ویاند د پکتيا د چارواکو ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۰)

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، تيره شپه بهرنيو ځواکونو د دغه ولايت د احمد اباد ولسوالۍ “زړګل” سیمه کې پر طالبانو برید کړی چې په ترڅ کې يې درويشت طالبان وژل شوي او دوويشت نور ټپيان دي.

په عين حال کې دفاع وزارت هم وايي، چې په ياده سيمه کې د هوايي بریدونو پر مهال دوه پنځوس طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو طالبان د پکتيا چارواکو دغه ادعا ردوي او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي هلته هيڅ کوم  داسې پېښه نه ده شوې چې طابانو ته دې پکې تلفات اوښتي وي.

ښاغلی مجاهد زياتوي: ” موږ دا کاذب خبر په کلکه ردوو، هلته هيڅ داسې کومه پيښه نه ده شوی او نه هم کوم مجاهد ته زیان اوښتی”.

دا لومړی ځل نه دی چې امنيتي مسوولین او دفاع وزارت په داسې ځای کې د لسګونو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي چې په سيمه کې ورته ډول هيڅ پېښه نه وي شوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close