طالب وې خو اوس مطلوب شوې!

لیکوال: احمد منصور

د دینې مدارسو ګرانو فاضلانو طالبانو ته!

پوهېږم چې دا اتلس يا اوولس کاله مو درسونه سخت په تکالیفو کی وویل، یخنیانې ګرمیانې لوږې تندې مو تیرې کړې، په کلونو کلونو له مورګانو، پلارونو، ورونو، خویندو او له کور، کلي لرې پاتې شوو.

که څه هم هره ورځ به د هیواد له ناوړو بمباریو او وحشتونه خبرېدو خو بیا به مو هم کتاب د ځان ملګری ګاڼه.

هو! داسې ورځ به نه تېرېده چې د شهید طالب، بندي طالب او د زخمی طالب له واقعاتو به نه خبرېدئ خو بیا مو هم خپل درس، مطالعه او تکرار نه دی پرېښی.

هو ګرانو! دا ستاسو د کوششونو، کلکو عزمونو، او ستاسو د استاذانو د تکالیفو هڅو او تکلیفونو هغه ثمره ده چې نن استاذان په خپلو لاسو تاسو ته د فضیلت پګړۍ در تړي.

نن مو د نبي کریم علیه سلام وارثان ګرځوي نن هغه دوه امانتونه درسپاري کوم چی محمد ﷺ خپلو شاګردانو، صحابه کرامو رضي الله عنهم ته سپارلې وه، صحابه ؤ بیا تابعینو ته، تابعینو بیا تبع تابعینو ته سپارلې، چې هغه يو (۱) قران دی او بل (۲) احادیث دي او داسلسه تر ننه پورې جاري ده، او نن تاسو له دی فیضه برخمن کېږئ، مبارکي يې تاسو او ستاسو قدرمندو کورنیو ته وایم او آفرین درته وایم چې د دومره مشکلاتو سره مو بیا هم خپل عزمونه نه دي بايللي.

ګرانو عزتنمندو! دا چې زه هم ستاسو تر شا د دريمې درجې طالب العلم یم، او پوهه مې هم له تاسې کمه ده، خو هغه خبره چې مونږ ته په یو اصلاحي بیان کې شیخ القرآن والحدیث سلطان محمد ( ثاقب) – حفظه الله – کړې وه او د طالب او مطلوب په معنی یی پوه کړي وو، غواړم دغه نصیحت يې تاسو ته هم در ورسوم.

قدرمنو فاضلانو! هو پرون طالب وې، هغه داسې چې پلار د جیب خرچه درکوله، نور ضروریات یی درپوره کول، مور تاته په رخصتیانو کی ښه خوراک تیارول، جامې درته اوتو کولې، استاذانو هم تر خپله وسه په درسو کې درسره کوششونه کړي، ورور، تره، ماما، په یو شمیر مواردو او کارو کې هم درسره مرسته ‏‎ ‎کوله، کلیوالو هم ستا قدر کولو ځکه چې ته د ديني مدرسې طالب وې، ټولو له زړه څخه درسره مینه او محبت درلود،

خو نن مطلوب شوې نو اوس ‎همدغه والدین تانه روزي غواړي، ترڅو ته د دوی لپاره صدقی جاريه شې.

‎تره، ورور ماما کلیوال هم چی له تا سره کومې ښېګڼې کړې وي، نن تانه د هغې په بدل کې د ديني مسایلو اړوند زده کړه غواړي.

نه یوازې دا چې مسلمانانو ته مطلوب شوئ، بلکې کفارو هم وپېژندلئ او کفارو ته هم مطلوب شوئ، ځکه هغوی پوهېږي چې تر بل هر چا په دیني مسایلو پوهېږئ په اسلامي روحیه را لوی شوي یې او هر څوک پرې پوه کولی شئ.

نو کفارو ته ستا دغه په اسلامي روحیه سمبالېدل د منلو نه دي، ضرور به ستا د ختمولو لپارو هر ډول دسيسې او خنډونه په لاره اچوي او د شهیدولو کوشش به دې کوي.

نو ای طالب جانه ! بیداره اوسه په الله تعالی توکل وکړه او امت ته په سم ډول خدمت وکړه، بچیان یې په اسلامی روحیه ورته سمبال کړه، د اتفاق او اتحاد سبق ور زده کړه او اسلامي او ديني مسؤلیت دې اداء کړه، ترڅو الله ﷻ ته په اوچت سر لاړ شې.

یو ځل بیا د دستار د فضیلت مبارکي تا اوستا درنې کورنۍ ته وایم.‏‎

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close