طالب پلاوی په روسیه کې: امریکا دې د خبرو میز ته په جرأت راوړاندې شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۸)

د طالبانو مرکچي پلاوي د مسکو غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د سولې په تړاو هر نوعه خبرو اترو ته چمتو دي.

د طالبانو استازو ویلي چې د مسکو په څېر هر ځای کې چې د افغان سولې لپاره هڅه کیږي هلته تللای شي.

له ښي لوري: شېر محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالسلام حنفي، سهیل شاهین

د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وویل، لومړی له امریکا سره خبرې کوي، ځکه هغوی د جګړې اصلي لوری دی او باید په جرأت مندانه ډول د خبرو میز ته را وړاندې شي.

نوموړی وایي کله چې امریکایانو په هیواد کې خپل جګړییز حضور پای ته ورساوه، وروسته د خپلمنځي ستونزو حل آسانه چاره  ده.

د نوموړي په وینا، طالبان د دې لپاره مبارزه کوي څو رښتینې آزادي ترلاسه کړي او د نړۍ د ولسونو په څېر حق لري چې آزاد ټاټوبی ولري.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، بیا د خبریالانو په مخ کې په زغرده وویل، ”که بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وځي، نو زموږ لاره جهاد دی، تر څو چې دوی دلته وي، په خلاف به یې جګړه تېزه روانه وي.“

بلخوا بیا د ملي یووالي د حکومت بهرنیو چارو وزارت اندېښنه څرګنده کړې چې ښایي طالبان د مسکو غونډه کې سیاسي پرمختګونه هم وکړي.

خو د سولې عالي شورا بیا هیله څرګنده کړې چې د مسکو غونډه به طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close