طالب ژورنالستان د جګړې له ډګره …!!

لیکنه : موسی فرهاد    2016 / 11 / 2

 له کله نه چې امریکایانو پر افغانستان برید وکړ د پوځي یرغل ترڅنګ یې مطبوعاتي جګړې ته هم زور ورکړ ، تردي چې په لومړیو کې یې په الوتکو کې ګرځنده راډیویی سټیشنونه او په خپلو بیسونو کې ځیني ایف ایم دستګاوي عیاري کړي ، له هغوی نه به یې موسیقي ، ګډوډ خبرونه ، بې لارۍ ته هڅوونکي پروګرامونه او نور تبلیغات خپرول ، چې ورو ورو یې چاپی رسنۍ ، ټلویزوني شبکې او انټرنیټي پاڼې په بیلابیلو نومونو خلاصي کړي ترڅو د جهاد او مجاهدینو پرخلاف د خلکو اذهان پخپله ګټه جوړ کړي او په ترځ کې یې خپل یرغل افغان ولس ته داسي وروپیژني چې ګویا دا د دوی (افغانانو) پخیر دی.

 هغه خلک چې له اشغالګرو سره شعوري جوړ او ملګري ول ؛ او یا هغه خلک چې شعوري همدردي خو یې ورسره نه درلوده ؛ مګر د دوی د ډالرو تږي ول ؛ هغوی له دې موقع نه پوره ګټه واخیسته ، ډالر یې ترلاسه کړل خو تبلیغات یې ټول د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګۍ ادارې لپاره کول. او لا لګیا دي ، کوي یې .

  د اشغال په دا شپاړس کلنه دوره کې امریکایانو په افغانستان کې څه د پاسه 123 میلیارده ډالره مصرف کړل دا له هغه 680 میلیارد ډالرو څخه علاوه دي چې د امریکایی فوځیانو پر عملیاتو لګیدلي ، بلکي دا هغه پیسې دي چې د بیا رغوني په نوم راغلي خو دلته د فکري یرغل لپاره تنها پر تبلیغاتي رسنیو مصرف شوي دي. ځکه چې انکشافي کارونه خو موږ او تاسو وینو چې یوه زیربینائي پروژه په دا یوه نیمه لسیزه کې نه ده تعمیر شوي ، نو واضحه خبره ده چې همدا ډالر ټول د فکري یرغل لپاره وکارول شول او په ترځ کې یې د کرپشن/ مالي اختلاس خوراک هم شول .

د بیلابیلو شمېرو له مخي له 2001م کال څخه تراوسه پوري د بهرنیو ، خصوصاً امریکایي یرغلګرو په تمویل زیات وکم 1600 رسنۍ په افغانستان کې په فعالیت بوختي دي چې په دې کې تر 1000 زیاتي چاپي 200 شاوخوا راډیویي ، د 80 په شاوخوا کې ټلویزوني چینلونه او د 300 په اندازه خبري آژانسونه او د کلتوري ودي په نوم مختلفي ټولني فعالیت لري ، انلاین یا اینټرنیټي ویب پاڼي چې معمولاً له 2010م کال وروسته یې فعالیت زیات دود شوی ؛ شمېر یې تر زرګونو هم اوړي . البته دا هغه دي چې ویل کیږي د کابل ادارې د رسنیو د مربوطه ارګان نه یې د راجسترۍ او ثبت جوازونه ترلاسه کړي دي . هغه چې ناثبت دي او یا له بهره د امریکایي یرغل په ګټه تبلیغات کوي ؛ شمیر یې نور هم زیات دی خو دقیق معلوم نه دی .

لنډه دا چې یرغلګرو د خپل ډالریز لګښت زیاته برخه د فکري یرغل په موخه پر همدې رسنیو لګولي ده . دا چې لاسته راوړنه یې مثبته ، او که منفي ده ؛ د دې اندازه هم د لویدیځوالو له خپلو څرګندونو نه ښه کیدای شي . وړمه ورځ د ګارډین مشهوري ورځپاڼې ولیکل چې : ( د افغانستان جگړه د امریکا لپاره تر ټولو ناکامه او اوږده جګړه شوه، دا جګړه چې اوس یې پنځلسمه کالیزه پوره شوه ؛ شاوخوا 2300 امریکايي سرتېري پکي وژل شوي او686 ملیارده ډالر لگښت ورباندي راغلی؛ او بیا هم له پنځلسو کلونو وروسته کومه لاسته راوړنه نلري.

 د امریکا د راپورونو له مخې له 2001م کال راهیسې طالبان اوسمهال د افغانستان ډېره خاوره په کنټرول کې لري او القاعده هم د افغانستان په ډېرو سیمو کې فعاله ده. د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی تر پخوا ډېر شوی او د کوکنارو په کښت کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.) دې ته ورته نورو لویدیځو رسمي او غیر رسمي سرچینو تر دې هم ور آخوا مایوسانه اعترافات کړیدي . او د کار پوهانو له نظره هم چې وایی امریکایان او ناټویی متحدین یې په یو غیرمترقبه شکل له ډېر ناوړه تاریخی شکست سره د مخ کیدو په حال کې دي . دلایل به یې بل وخت پرخپل ځای را وسپړو .

  طالبان او رسنیز محرومیت 

 په هرصورت امریکایان چي په دا پنځلس کاله کې څومره د جنګي ستراتیژۍ پرمخ بیولو ته متوجه وو ؛ هم هغومره یې د آزادو رسنیو په نوم پر تبلیغاتي جګړه ډېر زور او مصارف وکړل ترڅو د آزادۍ غوښتونکو افغانانو په وړاندي بریا ترلاسه کړي .

ما برعکس په مقابل کې یې طالبان چې له هر پلوه یې له دښمن سره پرتله او موازنه ناشوني وه ؛ په تش لاس یې د هغوی مقابلې ته را ودانګل . د وسلو او پیسو د نه شتون ترڅنګ یې رسنیز وسایل هم هیڅ نلرل . او نه د آزادو رسنیو له قانوني آزادي څخه برخمن ول او نه په آزاده میډیا کې د امریکایانو له اجازې پرته څوک دې ته اماده وو چې د طالبانو یو معمولي خبر ، تصویر او یا ږغ واخلي .

په افغانستان کې چونکه راډیو ډېره اوریدله کیږي ورځپاڼي او تلویزونونه چندان لوستونکي او لیدونکي نلري .  په راډیوګانو کې بي بي سي ، امریکا ږغ او آزادۍ راډیوګاني خورا شهرت لري ، دغو راډیوګانو د یرغل له لومړۍ ورځي ترننه د مجاهدینو پرږغ خپرولو او د خبر په اصلي شکل نشرولو مطلق بندیز لګولی ، په داسی حال کې چې د رسنیو د آزادۍ ډېردعویداران هم همدا خلک دي .

مګر طالبان له دې هرڅه محرومیت او بندیزونو سره سره په خورا میړانه او غیر مترقبه شکل د یرغل په وړاندي ودریدل تر دې چې پس له پنځلسو کالو نن هغوی یو نړیوال حیثیت غوره کړی او امریکایان له دومره سترو جنګي وسایلو او ستر میډیایي قوت سره سره د ماتي او شکست پر سټیج قرار لري .

  طالبان په میډیا کې څنګه راڅرګند شول؟

څرنګه چې طالبانو د جګړې په ډګر کې له اټکلونو زیات پرمختګ وکړ د ډېرو سترو قربانیو عالمي ریکارډ یې جوړ کړ ، دا راز یې په نورو برخو، لکه میډیايي میدان کې هم د نه وسایلو له ستونزي سره سره ؛ ډېره ستره کامیابي ترلاسه کړي ، نن سبا پر سوشیل میډیا / ټولنیزو شبکو ترهرڅه زیات فعالیت د طالبانو لیدل کیږي ، جهادي خبرونه ، سیاسي لیکني ، دعوتي مقالې ، د علماؤو جهادې او اصلاحي موعظې ، د جنګ جګړو ویډیویې او تصویري صحنې دا راز نور هر ډول دعوتي مواد ، دوی د خپلو ویب پاڼو، ایمیلونو او بریښنایی پیغامونو ترڅنګ د خواله رسنیو له لاري ، لکه فیسبوک ، ټویټر ، ټیلګرام ، واټسآپ ، وائبر،  انسټګرام ، یوټیوب او نورو ټولو چینلونو له لاري هیوادوالو او نړیوالو ته رسوي .

دا په داسی حال کې دی چې د الاماره ، الهجرة ، منبع الجهاد او تورې بوړې په نومونو داسی سټوډیوګانې لري چې د هغوی له لاري په ډېر لوړ کیفیت دعوتي او جنګي ویډیوګاني او واړه کلیفونه تیاروي ، او بیا یې د فیتو ، سی ډيز ، میموريانو ، ویب پاڼو او نورو اجتماعي شبکو له لاري په شیبو شیبو کې ترخلکو رسوي .

د دې ترڅنګ د هغو هیوادوالو له لوري چې د اشغال مخالف دي خو په آزادانه ډول غواړي چې د اشغالګرو پرخلاف د هیواد د دفاع په لاره کې هلي ځلي وکړي ؛ هغوی هم په بیلابیلو نومونو خپلي آزادي ویب پاڼې ، چاپی رسنۍ ، او ټلویزوني پروګرامونه لري او نوري بلنیزي / دعوتي لاري چاري لري چې دوی هم خورا مؤثر رول لوبولی دی .

 اما د طالبانو لپاره ترټول آساسي او اغیزمنه د دعوت لاره چې ده ؛ هغه په مساجدو کې د دیني علماء کرامو له لوري د خلکو پوهول دی ، د افغانستان خلک چونکه کلک عقیدوي او روایتي مسلمانان دي ، او دیني علماء کرامو ته تربل هرچا ډېر احترام لري ؛ تردي چې که د نړۍ ټوله کفري میډیا په کلونو کلونو تبلیغات وکړي ، بیا هم د افغانستان خلک د جوماتونو د ملاامامانو په یوه خبره د نړیوالو ټولي هلي ځلي له خاورو سره خاوري کولای شي .

ښه مثالونه یې زموږ او ستاسو په وړاندي دي، چې روسانو او امریکایانو دواړو خپل ټول توان وکاراوه خو د ګوتو په شمېر انسانان یې ذهناً خپلي تګلاري ته مایل نکړای شول . برعکس د علماء کرامو په دعوت او لارښوونه افغانانو په تش لاس د هغوی (روسانو+امریکایانو) په وړاندي جهاد ته را ودانګل او دښمن یې له یو بدترین شکست سره مخ کړ .

  نو د طالبانو د دعوت تر ټولو ستره او مؤثره وسیله همدا ده . چې دښمن په هرصورت ورڅخه محروم دی .

د جګړې له ډګره واقعیتونه   

 که څه هم پر طالبانو اوس هم د نړیوالو یرغلګرو په اشاره د میډیایي محرومیت او کنټرول هڅي په ټینګه جریان لري ، خو بیا هم طالبانو خپل دعوتي او میډیایي فعالیتونو ته ښه زور ورکړی دی ، تر دې چې په دې وروستیو کې چې په هیواد کې د مجاهدینو له لوري پر امریکایانو او د هغوی پر داخلي متحدینو جګړو شدت اختیار کړی ؛ او میډیاوال د جنګ له صحنې لیري فقط د چارواکو د خبرو په استناد غیر معیاري راپورونه خپروي ؛  برعکس طالب ژورنالستان د جنګ جګړو ژوندي صحنې په مستندو ویډیویي کلیفونو کې خلکو ته وړاندي کوي .

په هلمند او روزګان کې چې د دواړو ولایتونو مرکزونه طالبانو کلک  محاصره کړل ، او دې ته یې نژدې کړل چې هر وخت وغواړي سقوط ورکولای شي ؛  نوري میډیا یې په اړه ډېر ناسم تصویر خلکو ته وړاندي کاوه ځکه چې د جنګ له صحنې لیري، د حکومتي چارواکو نظرونو ته به یې انعکاس ورکاوه ،  اما د طالب ژورنالستانو ټیمونه هلته د جګړې له ډګره ژوندي راپورونه ورکول ، د اسد افغان په نوم له هلمنده د الاماره سټوډیو او الاماره ویب پاڼې همکار څو ورځي مسلسل د جنګي حالت مستند ویډیویویی راپورونه ورکول ، چې خلک یې له شته صورتحاله خبرول .

ورپسې له روزګان ولایت نه هم د زبیر په نوم د الاماره سټوډیو همکار د جنګ جګړو اصلي صورتحال په خورا دقیق ډول په ژوندۍ بڼه منعکس کاوه ، چې همدا اوس اوس یې هم ویډیویی کلیفونه ، مرکې او لیکلي راپورونه پر خواله رسنیو او الاماره ویب پاڼه ترسترګو کیږي ، هغه صحنې چې د افغان ځواکونو کنډکونو په ټولیز شکل طالبانو ته تسلیمیږي او هغه جنګي وسایط ، وسلې او مهمات چې مجاهدینو ته په لاس ورځي او دا راز د سیمي د خلکو غبرګونونه چې له مخکني او وروستي حالته یې څرګندوي او یا د طالب قوماندانانو سره مرکې وي ؛ دا هرڅه په هغه بڼه خلکو ته رسوي چې د فعالو سپوږمیزو چینلونو تربیه شوي خبریالان یې هم دا ډول نشي خپرولای.

له هغې وړاندې د کندز د جګړې ژوندۍ او ګام په ګام صحنې خپرول او د بغلان په ولایت کې د پرمختګونو تازه ويډيويي کليپونو او د فراه څخه د جګړې ويډيوي يي راپورونو خپرولو هم خلک او مقابل جانب حیران کړي ول .

   د طالبانو ویب ادرسونه چا هیکل کړل ؟

د جنګ جګړو ریښتیني تصویر وړاندي کول او په ډله ایزه توګه د ملي اردو او پولیسو د کنډکونو د تسلیمۍ پیښې خلکو ته څرګندول ؛ د کابل ادارې او د هغوی خارجي متحدینو ته د زغم وړ نه وي ، دا راز هغه تبلیغاتي (پروپاګند) راپورونه چې د کابل ادارې له لوري په طالبانو پسې د معمول په شکل خپریږي او طالب ویندویانو به یې هغه ټول تبلیغات په مستند شکل وخت په وخت دروغ ثابته ول ؛ ممکن همدا وجه وه چې د کابل ادارې چارواکو د طالبانو ځیني انټرنیتي ویب ادرسونه او د دوی د ویاندویانو ټولنیز اکاونټونه د یرغلګرو په مرسته ریپورټ کړل او هغه یې بند کړل ، دا ځکه چې دوی یې له نشراتو خورا په تنګ شوي دي ، د کابل د ادارې لپاره پروپیګنډه کوونکي میډیا په ټول توان سره هڅه کوي ترڅو د مجاهدینو د پرمختګونو خبرونه پټ کړي ، هغه صحنې او خبرونه چې افغان عسکر په جوپو جوپو طالبانو ته تسلیمیږي ؛ د کابل میډیا یې د پټولو ډېري هڅي کوي .

 د کابل ادارې تر حمایې لاندي میډیا اوس فقط او فقط د مجاهدینو پر خلاف پروپاګند کوي ، هغه چې له واقعیت سره بلکل منافي وي ، روزمره خبرونه ورکوي چې طالبانو له افغان حکومت سره پټي خبري وکړي ، د طالبانو ترمنځ اختلافات دي ، طالبان پر څو ډلو ویشل شوي دي ، طالبانو ښوونځي او سړکونه وران کړل ، طالبانو ملکي خلکو ته زیان ورساوه ، طالبانو خپل منځي نښتي کړي دي ، طالبان د پاکستان لپاره جنګیږي ، طالبان تجهیزات نلري ، طالبان داسی شول او طالبان هسې شول ،،، دا او دې ته ورته ټول خبرونه د کابل میډیا خو نشروي اما له واقعیت سره هیڅ سر نه خوري ځکه چې دوی پروپاګند کوي چې پر حقیقت بنا نه وي .

ولي طالب خبریالان بیا چې څه وایی ، څه لیکي او څه ناڅه پیښې په ویډیویی او مستند شکل وړاندي کوي ؛ هغه ټول خلک پخپلو سترګو ویني . چې له پروپاګند پرته پر واقعیتونو بنا وي .

د بیلګې په توګه د هلمند ، روزګان ، کندوز ، فراه ، بغلان او نورو ځایونو په جګړو کې چې څه پیښ شول ، څومره عسکر ووژل شول ، څومره عسکر تسلیم شول ، څومره وسلي او مهمات طالب جنګیالیو ته په لاس ورغلل ؛ او څومره وحشیانه بمبارونه چې یرغلګرو او د کابل ادارې د ولسي خلکو پر کورونو او ځایونو وکړل ؛ او څومره تلفات یې ملکي خلکو ته ورسول ؛ دا ټول واقعیتونه دي چې د کابل میډیا هیڅ اشاره ورته نه ده کړي ، مګر طالب خبریالانو چې څه ناڅه پیښې وښودلي ؛ هیڅ یوه یې هم دروغ نه ، بلکي واقعیتونه وو .

پایله

 څرنګه چې د بهرنیو اشغالګرو په مقابل کې طالبانو په نظامي ډګر کې دا یوه نیمه لسیزه د ډېرو سترو قربانیو په ورکولو سره په ډېر متانت او میړانه سره خورا ستر ریکارډ قائم کړ او د امریکا او ناټو په شان نړیوال پوځي ځواک یې وننګاوه ؛ دا راز یې په میډیايی ډګر کې هم هغوی وننګول ، دا ځکه چې یو طرف ته دومره پرمختللي وسایل او پریمانه امکانات ؛ ولي بل طرف ته په تش لاس مقابله کوونکي مجاهدین دي چې هیڅکله د پرتلي وړ نه دي ، نو دې ته په کتو سړی ویلای شي چې دا ډول ستره مقابله کول ، له شک پرته د طالبانو پر بریالیتوب او د هغوی د دښمنانو پر شرموونکي ، تاریخي ماتي دلالت کوي .  او طالبان اوس سل په سلو کې په دې باور دي چې روانه مبارزه نوره دوی ګټلي ده. او دښمن ته یې شکست ورکړی دی . دوی هیله مند دي چې بهرني اشغالګر به نور دا حقیقت تسلیم کړي او افغانستان به ترک کړي. طالبان پخپله مبارزه کې د الهي نصرت او ولسي ملاتړ دخل ، د بریا آساسي عامل ګڼي.

پای

والسلام

2016 / نومبر/ 2

موسی فرهاد

اړوند مطالب

1 thought on “طالب ژورنالستان د جګړې له ډګره …!!”

  1. كه حه هم اوژده ده ، خو دیره دلچسپه ، جالبه او له مالوماتو دکه لیکنه ده ، لوستل یی دیر گتور دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close