طباطبایي: د محمد علي طاهري د اعدام حکم به لغوه شي

کابل ټکی کام ۳۰زمري ۱۳۹۴ راپور: انصار محمود علي زاده طبا طبایي د (عرفان حلقه) مشر چې د محمد علي طاهري وکالت یې پر غاړه اخیستی، وایي: په علي طاهري د اعدام حکم ته امیدواره دی چې لغوه به کړل شي. طبا طبایي ویلي دي چې پر علي طاهري د اعدام حکم د دریو شیعه مرجع په تقلید شوی دی، او په دې باور دی چې دې درې واړو مرجعو ته ناسم شواهد او اطلاعات ورکړل شوي دي، چې درې واړو مرجعو په ناسمو اطلاعاتو پر علي طاهري د اعدام حکم کړی دی. د محمد علي طاهري وکیل محمود علي زاده ویلي چې د ایت الله محمد علي علوي ګورګاني سره یې اړیکې نیولي چې هغه هم د شیعه مرجع په اطلاع پرېکړه کړې ده، او ناسم اطلاعات، له خپلې پرېکړې ګرځېدلي دي. د علي طاهري وکیل طبا طبایي ویلي چې د ګورګاني وروسته یې د ایت الله ناصر مکارم شیرازي سره هم اړیکې نیولي دي، او غواړي د درېیم شخص ایت الله لطف الله صافی ګلپایګاني سره هم هڅې کوي چې اړیکې ورسره ونیسي.   د دوو کسانو سره د اړیکو نیولو ته طبا طبایي هیله مند دی چې د علي طاهري د اعدام حکم به لغوه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close