طبيعي درمل چې د سترګو نظر مو له کمزورۍ ساتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۷)

د عمر په زياتوالي سره چې نور بدن کمزوری کېږي نو د سترګو نظر (ديد) باندې هم اثر غورزوي او ډيری خلک د عمر په تيرېدو سره بيا د سترګو لپاره عينکې کاروي.

خو دلته به تاسې ته داسې طبيعي خواړه در وپيژنو چې ډير په اسانۍ په هر کور کې پيدا کېدلای او د روغتياپالانو په وينا د سترګو نظر ساتلو کې مرسته کوي.

څېړونکي وايي، څومره چې عمر زياتېږي ورسره د فشار او د وينې غوړوالي ناروغيو کې هم زياتوالی راځي چې د وينې د غوړوالي په زياتېدو سره د سترګو په کونجونو کې چربي (وازده) پيدا کېږي چې له کبله يې نظر کمزوری کېږي.

خو روغتيايي څېړونکي وايي، هوږه د سترګو هغه طبيعي درمل دي چې په خوړلو سره يې د وينې غوړو کې کموالی راځي او د سترګو نظر هم ورسره زياتېږي.

د روغتياپالانو په وينا، د هوږې دوامداره خوراک مو له ډول ډول ناروغيو بچ ساتي او زيات عمر لرونکو خلکو د هډوکو په کلکوالي کې هم مرسته کوي.

دغه راز په يوه جلا څېړنه کې ګازرې، هګۍ، ماهي، مالټې او پالک هم بيلابيل ډوله قوي ويټامينونه لري او خوړل يې د سترګو نظر په تيزوالي کې مهم رول لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close