ظاهر قدير: اشرف غني د دنيا دوهم متفکر نه؛ دوهم ليونی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۵)

د ولسي جرګې غړی او په راتلونکو ټاکنو کې د ننګرهار استازی ظاهر قدير وايي، چې اشرف غني د دنيا دوهم متفکر نه؛ بلکې د دنيا دوهم ليونی دی.

ظاهر قدير دغه څرګندونې د خپل انتخاباتي کمپاين په يوه غونډه کې کړي زياته کړې يې ده چې اشرف غني د قومونو تر منځ بې اتفاقي جوړه کړې، قومونه يې سره بيل بيل کړي (په تاجک په هزاره، په پښتون يې سره تقسيم کړل).

قدير د تيرو ټاکنو پر مهال په افغانستان کې د اشرف غني د انتخاباتي کمپاين مشري په غاړه لرله.

قدير په دغه وينا کې ويلي، چې د کرزي د دولس کلنې دورې پر مهال (پنځه څلوېښت زره) ملکي تلفات رسېدلي خو د اشرف غني په څلور کلنې دورې د ملکي تلفاتو کچه تر اووه څلوېښت زره رسېدلې ده.

ظاهر قدير په ننګرهار کې شخصي مليشې لري چې د ځايي سرچینو په وينا وخت ناوخت يې د داعش سره په جګړو کې هم برخه اخيستې ده.

نوموړي د داعش د راپيداکېدو پر وخت ويلي و چې داعش د امريکا او حکومت ګډه پروژه ده چې د هغوی له لوري ورسره مرستې کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close