ظلــــــــــــم

لنډه کېسه: صابرجان
جګ جګ قدونه په یوه تیاره کوټه کې تر یو نازولي ماشوم راتاو شوي وو او په زوره زوره یې په کړس کړس خندل یوه سېګرټ کش کړ او په خندا کې یې وویل: هلکه داوده!  ته هغه چاړه راکړه چې دا یوه ګوته یې غوڅه کړم ، څنګه یی پلار روپۍ نه رالیږې؟

ماشوم وارخطا شو وریږدید!  لاسونه یې سترګو ته ونیول په ژړا کې یې وویل : خیر دی ماما!  ګوته مې مه غوڅوه پلار مې روپۍ درکوي مکوه ماما خوږیږم درد کوي خیر دی ماما لاسونه به دې ښکل کړم خو ګوته مې مه غوڅوه ماما راباندې ګران یې خیر دی خوږیږم مکوه!

جګ سړي په کړس کړس وخندل حرامي چپ شه پلار دې کنجوس دی روپۍ نه رالیږي!

 ماشوم چې ساه یې لڼډه لنډه کیده بیا یې وویل: خیر زه به مې مور ته زنګ ووهم هغې باندې زه زیات ګران یم هغه به روپۍ درکړي . بل ولاړ سړی نور هم په زوره زوره وخندل کاش مور دې دومره هوښیاره وای!
ماشوم بیا زارۍ شروع کړې خیر دې ما پریږدئ زه به مزدوري وکړم تاسې ته به روپۍ درکړم!

داود په راغږ کړه هلکه ور غوڅه یې کړه!  د ماشوم خبرو ته دې هم دومره غوږ نیولی.  دې سره ناست سړي د ماشوم لاس د ماشوم له سترګو راکش کړ ، ماشوم چغې کړې صبر ماما ددې لاس ګوته مې مه پریکوه خیر دی ماما خوږیږم یوه د درد پیچکاري خو را ولګوه  بیایې غوڅ کړه خو د خلګو په خندا کې د ماشوم ژړا ورکه شوه او یوه د تليفون کامره چالانه کړه او ماشوم ته یې موبایل ونیو او بل د ماشوم د نازک لاس کوچنۍ ګوتې ته چاړه ونیوه، ماشوم څخه نوره لاره ورکه شوه د مایوسۍ په انتها کې یې سترګې پټې کړې . سړي د ماشوم په ګوته چاړه راکش کړه او د ماشوم ګوته یې د لاس څخه ورجلا کړه او لاندې پر ځمکه پریوتله  ماشوم چغې کړې هله ماما ومې ژغوره لاس مې ویني کوي مړ کیږم ماما مرسته راسره وکړه ولاړ سړي پر ناست کس باندې راغږ کړه هلکه لاس یې ژر پټۍ کړه هسې نه چې مړ شي !

ناست کس ماشوم ته کلکه څپیړه ورکړه او په قهریدلي غږ یې ورته وویل چپ شه حرامي!  په ډېرو چغو دې اعصاب راخراب کړل، ستا پلار دا ظلم کوي چې روپۍ نه رالیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close