عبدالحکیم مجاهد کومه ګناه باندې باید بندي شي

عاکف مهاجر

عبدالحکیم مجاهد هغه واقعیتونه را بربنډ کړل چې ټول ولس ته معلوم دي خو نن یې د ویلو توان ځکه نلري چې ددغو ټولو ناخوالو عاملین یې په واک کې دي.

عبدالحکیم مجاهد کومه تازه خبره نده کړې هغه د جمیعت د ګوند د تیر مشر بلکې مؤسس یې برهان الدین رباني یوه خبره را نقل کړله خو د نن او دهغې ورځې د خبرې فرق وو هغه څه ویلي وو رباني طالبان د سولې فرښتې بللې وې هغه مهال چې زیاتره جګړه یې د رباني د ګوند دحریفانو حزبیانو سره طالبان په جګړه کې وو هغه مهال رښتیا هم د سولې فرښتې وې خو وروسته د رباني له ګوند سره یې هم تر ټولو سختې جګړې وکړلې ځکه هغوی د واک غوښتنه کوله او غوښتل یې چې د واک ستره برخه او مشري یې ددوی په لاس کې وي خو دا ونشول نو هغه مهال یې سترې جګړې وکړلې نو ځکه نن طالبان د سولې فرښتې بلل یوه عظیمه ګناه ده

او باید چې بندي شي.

عبدالحکیم مجاهد نور څه وو ویل بله یې کومه ګناه وکړه هغه څوک چې زرګونه افغانان یې په شهادت رسولي وو د هغو قاتل ته یې د قاتل خطاب کړی دی

هغه ویلي هغه څوک چې له ډاکټر نجیب سره یې تر اخرې ورځې په واک کې شرکت درلود او هغه سره یې د قدرت خوند او لذت څکلو هغوی نجیب ته د خائن نسبت کوي مجاهد دلته هم کومه خپله خبره نده کړې بلکې د یو بل چا قول یې را نقل کړی چې هغه د نجیب د حکومت  د واک خلک دي او د قدرت خلک دي د هغوی خبره یې را نقل کړې خو مجاهد ته بله بهانه نه جوړیږی دلته هم باید مجاهد مجرم شي چې نجیب ته یې د خائن نسبت کړی هغه نجیب چې سلګونه نه بلکې زرګونه خلک یې شهیدان کړه او دهغه چا یو ګوډاګی وو چې افغانان دهغوی ماتول خپل افتخار بولي او له هغوی سره خپل وژل شوي شهیدان بولي.

خو تر ټولو ستره ګناه د عبدالحکیم مجاهد هغه داده چې د شمال ټلوالې د رباني حکومت یې د ټولو بدبختیو اصلي عامل بللی خو دا یواځې د مجاهد خبره نده تر دې مخکې مجددي، محسني، مزاري او داسې نورو چې د ربانی د حکومت شریکان وو ټولو څو څو ځله دا خبره کړې چې د ټولو بد بختیو اصلي عامل د رباني حکومت وو خو دا ځکه اوس ستره ګناه ده چې د شمال ټلوالې بد بختي یوه پښتون بدبختي وګڼله.

خو د د سولې د شوری د مرستیال عبدالحکیم مجاهد بله غټه ګناه دا ده چې مجاهد مسعود ته بغاوت کوونکي خطاب کړی هغه وو ویل چې احمد ضیاء مسعود ما نه پوښتنه د نجیب د حکومت په اړه وکړه هغه په داسې حال کې چې ددې پوښتنې هیڅ ربط له مجلس سره نه وو نو ما ورته جواب ورکړو چې د رئیس جمهور داود خان په حکومت باندې یرغل احمدشاه مسعود وکړو هغه چې د ټولو افغانانو یو متفقه رئیس جمهور او یو متفق حکومت وو او له هغې ورځې راهیسې افغانانو ښه ورځ نده لیدلې نو ددغو ټولو ناخوالو اصلي عامل احمدشاه مسعود دی مجاهد د احمدشاه مسعود اصلي څهره رابربنډه کړې ده نور یې بله کومه ناروا نده کړې خو احمد شاه مسعود که څوک نه پیژني د جنرال رحمت الله صافي کتاب دې وګوري مسعود وپیژنئ

ملي اتل که ملي خائن

او د نجیب په اړه دده د سکه ورور لیکلی کتاب چې د نجیب په اړه یې لیکلی هغه نجیب خلکو ته ښه ورپیژندلی او دنجیب اصلي څهره یې خلکو ته ښکاره کړې ده سره له دغو چې بیا هم د نجیب یا د مسعود دفاع کیږي تر حماقت پرته بل څه یې نه بولم د بیان ازادي تر دې حده راورسیده چې څوک د بل چا اقوال هم نشي نقل کولی که د زورواکانو جرم دې ښکاره کړو مجرم یې او که د قران یا پیغمبر توهین وشي ببا دبیان د ازادی په نامه د ارګ خیاطان ورته پرتوګونه کوي او غواړي چې د بیان د ازادي په نوم یې هر رنګ عمل پټ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close