عبدالقادر اشنا د سرپل نوی والي ټاکل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۸)

د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې د سرپل ولايت لپاره د نوي والي د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

يادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ويلي، عبدالقادر آشنا د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې په وړانديز د سرپل لپاره په مافوق رتبه د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې آشنا د لوړو زده کړو فارغ دی زياتوي اصلاحات یو اصل دی او د همدې اصلاحاتو په پام کې نيولو سره حکومت غواړي چې ځينې بدلونونه رامنځته او په دندو وړ کسان وګماري.

تر دې مخکې ظاهر وحدت په سرپل کې د والي په توګه درې کاله دنده ترسره کړې ده.

د سیمه يیزو ارګانونو ادارې مشرتابه د سرپل ولایت د پخواني والي د ښې حکومتولۍ پلي کولو لپاره ستاینه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ داسې راپورونه ورکول شول چې حکومت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير پر ځای د کرکټ بورډ پخوانی رئيس عاطف مشعل نوی سفير ټاکلی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close