عبدالله:هیڅوک دملت په نمایندګي له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کولو حق نه لري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۶)

د ملي یووالي د حکومت اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله نن په یوه خبري ناسته کې له امریکا سره د شوی امنیتي تړون ننګه وکړه او زیاته یې کړه چې، د یاد تړون د لغوې او تعدیل حق هیڅ لوری نه لري.
ډاکټر عبدالله وویل، د ملت په استازي توب هیڅوک دا حق نه لري چې د یاد تړون پر وړاندې څرګندونې وکړي.
عبدالله زیاته کړه “ په اوس وخت کې د یاد تړون تر سوال لاندې راوستل د روان وضعیت لپاره هیڅ کومه ګټه نه لري“
د عبدالله اشاره ظاهراً د ولسي جرګې او سیاسي مشرانو وروستیو څرګندونو ته وې، چې دیاد تړون د تعدیل په تړاو یې کړې وې.
په همهاله توګه نن د ولسي جرګې وکیلانو د غونډې په امتیازي ساعت کې یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ، چې پر امنیتي تړون له سره کتنه وشي، ځکه د دوی په وینا چې یاد تړون په ټوله مانا د افغانستان په زیان دی. .
وروستۍ غونډه د یاد تړون د لوی پلوي صبغت الله مجددي په کور کې رابلل شوې وه چې په کې د کرزي او اتمر په ګډون ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و او په یوه ژغ یې د یاد تړون د تعدیل غوښتنه وکړه.

طالبانو هم د یاد تړون د لغوه کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې
“ هغه تړون چې بنسټ یې په فساد او نامشروعیت ولاړ دی. په اصطلاح تار او پود یې له ظلم، سرزورۍ او لاقانونۍ څخه اوبدل شوی، د دغسې تړون اصلاح اصلا نا ممکن او د ظلم له پاسه بل ظلم او غیر قانوني عمل دی“
طالبان وایي امریکایان دغه تړون په افغانستان کې د خپل شتون او ټولو پوځي جرائمو د جواز لپاره وثیقه بولي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close