عبدالله عبدالله دملي امنيت په سلاکار سختې نیوکې کړي

کابل ټکی کام(جمعه، ۲۴کب، ۱۳۹۷ل):

اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملي امنیت د سلاکار پر وروستیو څرګندونو نیوکې کړې دي. عبدالله ویلي چې حکومتي چارواکي باید په دغسې حساسو شرائطو کې له دقت څخه کار واخلي، تر دې مخکې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور پورې کړی ؤ، چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي. اوله طالبانوسره معامله وکړي، خونوموړي (اجرائیه رئیس)ویلي چې خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی، چې مشري به یې په خپله کوي.

دحمدالله محب څرګندونو دامریکا خارجه وزارت هم په غوسه کړی ؤ،اوپه خلیلزادبرید یې په ځان بریدبللی ؤ، په عین وخت کې رپوټونه وایي چې دملي امنیت سلاکار دامریکا خارجه وزارت احضار کړی،اوددغو څرګندونو سپیناوی ترې غواړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close