عبدالله: په جګړو کې موزیانونه ولیدل، خو د دیموکراسۍ لاسته راوړنې هم باید له پامه ونه غورځول شي

عبدالله زیاته کړه؛ په تیرو ۱۶ کلنو کې له جګړو سره سره موږ ځینې لاسته راوړنې هم درلودې چې له هغو څخه د بشري حقوقو پیاده کول او د دیموکراسي ترویج دی چې په خبره یې په هیواد کې بنسټیز بدلونونه راوستل شوي او ترډیره عنعناتو او کلتور تغیر کړی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۹ فرید افغان)

د ملي یووالي دحکومت دوهم واکمن او اجرایه رئیس ډاکتر عبدالله د کابل پروسې په کنفرانس کې مازدیګر مهال څرګندونې وکړې.
نوموړي هم د طالبانو سره په سولې، روانو حالاتو او لاسته راوړنو او ناکامیو په هکله لنډ توضیحات ورکړل.
عبدالله وویل؛ زموږ امنیتي ځواکونو په روانه جګړه کې خورا زیاتې مالي او ځاني قربانۍ ورکړې او دا لړۍ لا هم روانه ده چې په وینا یې امنیتي ځواکونه له خپلو نړیوالو همسنګرو سره هره ورځ دا تلفات ګالي.
عبدالله زیاته کړه؛ په تیرو ۱۶ کلنو کې له جګړو سره سره موږ ځینې لاسته راوړنې هم درلودې چې له هغو څخه د بشري حقوقو پیاده کول او د دیموکراسي ترویج دی چې په خبره یې په هیواد کې بنسټیز بدلونونه راوستل شوي او ترډیره عنعناتو او کلتور تغیر کړی دی.

تر عبدالله وړاندې اشرف غني له طالبانو سره په سولیزه حللاره کې انعطاف وښود او زیاته یې کړه چې دوی به طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه ومني او هغوی ته یې د یو لړ امتیازونو یادونه هم وکړه په دې شرط چې هغوی له کوم قید او شرط پرته اساسي قانون ومني او وسلې پرځمکه کیږدي.
ولسمشر غني د معضلې د اصلي لامل په هکله چې بهرنی “اشغال“ ده او طالبان یې د پایښت په شرط سوله کوي، هیڅ ونه ویل.
تر غني وروسته دولسمشر د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر بیا څرګنده کړه چې موږ به لومړی طالبان ویشو او بیا ورسره خبرې کوو چې په وینا یې له حقاني شبکې سره چې خپله د طالبانو ډله ده هیڅ خبرې نه کوي.
د ولسمشر او د مشاور په خبرو کې یې څرګند تفاوت او د ولسمشر په دریځ کې ډول ډول بدلونونو چې څو اونۍ وړاندې کله چې امریکا له طالبانو سره خبرې تحریم کړې نوموړي یې هم پر قدم پل کیښود او تیره ورځ چې هغوی د بیا پیل غوښتنه وکړه غني هم خبرو ته زړه ښه کړ، د سیاسي شنونکو تر منځ په تودو بحثونو بدله شوې موضوع ده.
د سیاسي چارو کارپوه داود ناجي وایي حکومت نه د سولې او نه دجګړې واک لري دا یواځې تبلیغاتي سوژه وه چې د امریکایي سفارت په فرمایش پر مخ یووړل شوه.
وحید مژده بیا وایي چې طالبان نه یواځې جنګیالۍ ډله ده بلکه خورا پرمختللی سیاسي درک هم لري هغوی پوهیږي چې غني آن په خپله اداره کې محدود واک لري او د ټول حکومت نمایندګي نه شي کولی نو طالبانو ته وړاندې شوي وړاندیزونه قطعاً نه شي عملي کولی.
ځکه په وینا یې هغه د یوه عادي والي د پرزولو صلاحیت نه لري پاتې لا داشوه چې یوې لویې پوځي ډلې ته چې د افغانستان ۷۰ سلنه ځمکه باندې حاکمیت لري په غیږه کې ځای ورکړي او دهغوی په فرمایش هغه بهرنیان چې نوموړی یې د واک په ګدۍ کینولی له هیواده وشړي، محاله او ناشونې خبره ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close