عبدالمعروف تفکري: په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې جهاد فرض دی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۴) زرغون خوږیاڼی

د تخار پوهنتون استاد عبدالمعروف تفکري ویلي، چې په افغانستان کې باید د خریالانو او رسنیو پر وړاندې جهاد اعلان شي.

د تخار پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي،چې په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې جهاد فرض دی او باید پر ضد یې جهاد اعلان شي، ځکه چې دوی د دین او علما‌ءو پر وړاندې دریدلي دي.

دده په وینا،« دا هغه خبیثې ډلې دي چې تل یې د اسلام او علماءو پر ضد کار کړی دی ددوی پر ضد جهاد فرض دی».

استاد عبدالمعروف په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «ځینې تلویزیونونه د دین او علماء و پر ضد خپرونې کوي. طلوع تلویزیون، یک تلویزیون او خورشید تلویزیون شیطاني سیستمونه دي چې په خلکو کې نفاق خپروي او له خلکو (دیوثان) جوړوي، او باالاخره د خلکو سرنوشت له جهنم سره مخ کوي».

استاد عبدالمعروف وايي، « هر چیرې مو چې د خورشید، طلوع، او یک تلویزیون خبریالان ولیدل په مخ لاړې(توکاڼې ور تف کړئ».

د نومړي استاد ددې لیکنې په غبرګون کې د هیواد د ازادو رسنیو دملاتړ ادارې(نی) سختې نیوکې کړي دي او دا یې د هیواد د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې غیر مسئولانه چلند بللی دی.

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې ویلي، هرکله چې د یو هیواد ولسمشر او لوړ رتبه چارواکي د رسنیو توهین کوي نو د ټيټو رتبو دولتي کارکوونکي به هم له هیڅ ډول توهین نه لاس وانخلي.

له دې وړاندې د مالیې پخواني وزیر انورالحق احدي ویلي وو، چې يو شمېر افغان رسنيۍ د هیواد د استخباراتو له خوا تمويليږي.

د رسنیو د ملاتړ ادارې ویلي، چې په وروستیو کې ولسمشر اشرف غني، انورالحق احدي او د استاد عبدالمعروف څرګندونې د رسنیو په ازادۍ باندې څرګند تیری دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close