عبدالولي قلم جار او د بنو عِجل لېونی

عبدالله عزام

حجاج بن یوسف چې کله مکه مکرمه ونیول او هلته یې پوځونه ځای پر ځای کړل، نو یوه ورځ له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته پر لاره ؤ چې په لاره کې یې یو بوډا سړی وموندی. نوموړي حجاج نه پېژانده چې دا حجاج بن یوسف دی. حجاج پوښتنه ترې وکړه چې د عمر په دې وخت کې په دې صحرا کې څه کوې؟ نوموړي د خراب وضعیت شکایت ورته وکړ. بیا حجاج پوښتنه ترې وکړه چې د حجاج په اړه ستا څه رایه ده؟ بوډا داسي ورته ویل:

“لعنه الله! فما قدم الحجاز و لا وُلي علیها شرٌ منه؛ قبحه الله و قبح من بعثه”

د الله تعالی لعنت دي پرې وي، حجاز ته د ده په څیر شریر سړی نه دی راغلی او نه هم داسي بد سړی پرې والي ټاکل شوی دی. الله تعالی دي دی هم له خپل رحمت څخه لري کړي او هغه هم چې دی یې دلته را استولی دی.

حجاج ورته وویل چې زه حجاج بن یوسف یم. سپین ږیري چې دا واورېدل نو ټکان یې وخوړ او په رېږدېدلي غږ یې وویل:
“زه د بنو عجل لیونی یم، پر ما په ورځ کې دوه ځله داسي سکته راځي، چې زه بیا په ځان نه پوهېږم او دا اوس له هغو څخه یو حالت راباندې راغلی”.

له هغه وروسته حجاج په کړس کړس پرې وخندل او څه اندازه دراهم یې ورکړل چې په دې د خپل جنون علاج وکړه.

د قلم جار د اوتو بوتو او اوسني حالت ته په کتلو سره مي د حجاج او بني عجل د لېوني دغه کیسه رایاده شوه. قلم جار چې په کویټ کې ؤ، نو خورا توند به لګیا ؤ، طالبان به یې یهود یا سپږن بلل؛ د پروفیسر غوندي منظمي او منسجمي خبري به یې کولې او طالب ته به یې لا اختار هم ورکاوه، چې له کویټ څخه کلي ته لاړم، طالبانو ته مي ۲۸۰۰ پوسټونه پر فیسبوک ولیکل چې که نران یاست، رامخامخ شئ.

خو کله چې د طالب لاس ته ولوېد نو د نوموړي حالت هم د بني عجل د لېوني په څیر شو او طالبانو ته یې عذرونه ویل پیل کړل چې نه پوهېدم؛ په مغزو کې مې ډز شوی ؤ او دماغي حالت مي سم نه دی، ها ده او دا ده…

هغه خلګ یوه کیسه کوي چې یو وخت چغال په ځنګل کې ولاړ ؤ او په زوره زوره یې نارې وهلې چې ګیدړه خورم؛ خر خورم؛ لیوه خورم او زمری خورم. کله چې یې شاته وکتل چې زمری ورته ولاړ دی، نو له هغه یې په لوړ غږ وویل چې کله کله غ…. هم خورم.

په قلم جار بې چاره هم د چغال کانه وشوه.

نو د قلم جار د مظلومیت او یا لېونتوب دعوه چې څوک کوي، هغوی دي د قلم جار د کویټ او اوسنی حالت د بنو عجل د لېوني او چغال د کیسې سره په مقایسه کې ولري ان شاءالله د توپیر نکته به ورته معلومه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close