عجیبه خلګ ؟

غزل : مسرور وازیخوا وال

مسرور په نصرت دپاک الله باندی محکم یو

 شیطان وژنولکه ستوری منظم یو

خپل آرمان پوره کوو دخدای لپاره

عاشقان دمحمدنبی اکرم یو

 مونږ عجیبه غوندی خلګ یو دښمنه

 غشی هم یو غرونه هم یو غرو کی هم یو

 د دښمن د توپ اوټانګ مقابله کړو

فدایان یو مقابل د ایټم بم یو

دخلیل تاریخ مو بیا یو ځل ژوندئ کړ

 عمریان یو ماتوونکی دصنم یو

 د اسلام ډیو ه به بله کړو په وینو

 قربان شوی په دی لار کی په هردم یو

 د ابدال غوندی لښکر مو دئ مسروره

 رسیدلی دروازی ته دجینم یو

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close