عدنان مندریس پېژنئ؟

حامد افغان

عدنان مندریس په 1950 م کې د ديموکراتيک ګوند له خوا په ټاکنو کې کانديد شو، ده خپل ولس ته عجیبه ټاکنیزه برنامه وړاندې کړه ځکه خو د هغه مهال ډېرو امریکایي څيړنيزو ادارو ډېری په سلو کې د ده ناکامي اټکل کړه، عدنان مندریس خپل ولس ته د ټاکنو په مهال دا لاندې برنامه او پروګرام وړاندي کړ:

1) په مدارسو کې به دیني مضامین اعاده او تدریس کیږي،

2) دولت به د میرمنو په لباس کې مداخله نه کوي،

3) خلکو ته به د حج اجازه ورکوي،

4) په عربي ژبه به اذان کولو ته اجازه ورکوي.

د ټاکنو پایلې بیخي حیرانوونکې وې او نړیوال یې هک پک کړل، د نوې ترکيي پلار او مؤسس مصطفي کمال اتاترک ګوند ایله 32 څوکۍ ترلاسه کړې او د ترکيي ديموکراتيک ګوند 318 څوکۍ وګټلې!! . چې په پایله کې عدنان مندریس لومړی وزیر وټاکل شو او د ديموکراتيک ګوند مشر جلال بایار رئیس وټاکل شو، عدنان مندریس سمدستي په ټاکنو کې له قوم سره په کړيو ژمنو د عملي کولو له پاره مټې رابډ وهلې.

د وزیرانو لومړۍ ناسته د روژې مبارکي په میاشت کې وشوه او د دې مبارکې میاشتې د ډالۍ په توګه یې ولس ته د دیني مضامينو اعاده، د میرمنو د لباس ازادي او په عربي ژبه اذان اعلان کړل، او د نویو جوماتونو د ودانولو کار یې هم پیل کړ.

دویم ځل په کال 1954م کې بیا ټاکنې وشوې، د عدنان مندریس ديموکراتيک ګوند بیا بریالی شو او د اتارک د ګوند د برياليو غړیو شمیر 24 ته راښکته شو، دا ځل عدنان مندریس پخوانی پروګرام پراخه او تېز کړ د عربي ژبي زده کړي او تدريس ته یې اجازه ورکړه، د قرانکریم زده کړو ته په مدارسو کې عامه اجازه ورکړل شوه، 10زره یې نوي جوماتونه جوړ کړل 25 زره یې د «حفظ القران» مدرسې جوړي کړې، په اناتول کې یې د واعظانو او خطیبانو د روزنې 22 معهدونه جوړ کړل، او د اسلامي دعوت او دین ته د رابللو له پاره یې مجلو او کتابونو ته اجازه ورکړه، کوم جوماتونه چې تېرو حکومتونو بند کړي وو او ګودامونه یې ګرځولي وو هغه بیرته خلاص او د عبادت له پاره یې پرانستل.

دا راز عدنان مندریس د ترکيي په خارجي سیاست کې هم بدلون راوست له عربي او اسلامي هیوادونو سره یې اړیکي تودې کړې او له اسرائیلو یې فاصله ونیوله، له اسرائیلو راواریدیدونکو درملو او نورو شیانو یې مالیه زیاته کړه او په کال 1956م کې یې له ترکيي نه د اسرائیلو سفیر هم وشاړه.

دا مهال د عدنان مندریس پر ضد د اسلام ضد کړيو د حوصلې پیمانه ډکه شوه او د ده پر خلاف یې سازشونه او دسيسې پیل کړې، بالاخر په 1960م کې جنرال جمال جورسل بغاوت وکړ او د عدنان مندریس حکومت یې نسکور کړ، پخپله عدنان مندریس او د ده د حکومت مهم غړي یې ونیول، او په پایله کې یې عدنان مندربس، فطین روزلو او حسن بلکثاني اعدام کړل، د هغه مهال مبصرینو ولیکل: اسلام او اسلامي نړۍ ته د عدنان مندریس نږدیوالی د هغه غاړې ته د دار د «رسۍ» لویدلو سبب وګرځیده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close