عراقي ځواکونو د ابوبکر البغدادي مرستیال وژلی

کابل ټکی کام ۱۴غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
عراقي ځواکونو د ابوبکر البغدادي مرستیال وژلی
یو شمېر نړیوالو رسنیو خبر ورکړی دی، چې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي مرستیال د عراقي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې وژل شوی دی.
یوې روسۍ ورځپاڼې لیکلي دي، دغه کس چې اصلي نوم یې ابو علي الانباري وو، او د داعش ډلې په منځ کې یې د حاجي امام په نوم شهرت درلود.
د عراق د کورنیو چارو وزارت ته نږدې خبري سرچینو ویلي دي، چې د دغه هېواد په شمال ختیخ برخه کې د سوریې پولې ته څېرمه په العش سیمه کې عراقي ځواکونو د داعش ډلې پر یوې اډې برید وکړ، چې په پایله کې یې د بغدادي د مرستیال (الانباري) په ګډون ۱۴ نور داعشي وسله وال وژل شوي دي.
الانباري په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د پرسونل اکمالاتو دنده پر غاړه درلوده.
باید ووایو، الانباري د داعش ډلې له مؤسسینو څخه وو، چې د دغې ډلې لپاره یې د ښي لاس مثال درلود.
د یادولو ده، چې ابو علي الانباري د ابوبکر البغدادي په مشرۍ د عالي شورا غړی هم وو.