عراقي چارواکي: د داعش ډلې لوړپوړی چارواکی (ابو حمزه المهاجر) وژل شوی

کابل ټکی کام ۱۷لړم/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د عراق د موصل ښار د بېرته نیولو په موخه عراقي ځواکونو پراخ عملیات پیل کړي دي، چې د بریدونو په ترڅ کې یې د داعش ډلې مهم او لوړپوړی چارواکی (ابو حمزه المهاجر الانصاري) وژلی دی.

د عراق د وسله والو ځواکونو یو تن چارواکي اناتولیا خبري اژانس ته تأیید کړه، چې د دوی په بریدونو کې د داعش ډلې «درېیم نمبر» چارواکی ابو حمزه المهاجر الانصاري په حمام الخلیل سیمه کې وژل شوی دی.

د عراق د پوځ چارواکي احمد الجبوري هم رسنیو ته وویل:

«ابو حمزه المهاجر چې د داعش ډلې له لوړپوړو چارواکو څخه وو، د موصل په سویلي برخه کې یې د جګړې مشري پر غاړه وه، د حمام الخلیل سیمې په یوه کور کې د ځانګړو ځواکونو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.»

الجبوري زیاته کړې، چې نوموړی په یوه کور کې د تثبیتېدو څخه وروسته په نښه شوی دی.

د یادولو ده، د سوریې په رقه ښار کې هم عراقي ځواکونو د داعش پر خلاف پراخ عملیات پیل کړي دي، چې د دغه ښار یو شمېر شمالي سیمې یې نیولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close